لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټانک کې د وزیراعظم د 100 کورنو منصوبې د عملې درې غړي تښتول شوي


د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې د وزیراعظم لخوا اعلان شوې د سیلاب ځپلو د پاره د کورونو جوړولو پروژې د غېر دولتي ادارې چین سک درې کارکوونکي نامالومو کسانو تښتولي چې پکې د وزيراعظم هاوسنګ سوسايټۍ سپروايزر، جنرل منېجر او اکاونټنټ شامل دي.

د ټانک پولیس د دې پېښې تايید کړی او ويلي يې دي د ستمبر په 29مه نیټه ټانک کوړ قلعې په حدودو کې د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د سېلاب ځپلو خلکو د پاره اعلان شوو 100 کورونو جوړولو پروژې درې کارکوونکي د لویې سړک نه تښتول شوي دي.

تراوسه پورې د کسانو تښتولوزمه واري چا نه ده منلې.

کوړ سیمه د ټانک شار نه نزدې 15 کلو میټره لرې سویل لويدیځ د جنوبي وزیرستان په لوی سړک موقیعت لري چې پکې د امنیتي ځواکونو قلعې او په زیات شمیره سره د امنیتي عسکرو پوستې موجودیت لري.

وزيراعظم شهباز شريف تیره د ستمبر میاشت په اوومه نیټه د ډیره اسماعیل خان سفر په مهال ټانک کې د سېلاب ځپلو د پاره د 100 کورونو جوړولو اعلان کړی او ویلي يې وو دوی په ټانک ضلعه کې د 100 کورونو په منصوبه کار پېل کړی چې پکې دوه کوټې یا خونې، د اخلي پخلي ځای او واش روم شامل دي او اوس په دې سوچ کوي چې خلکو ته د کورونو نغدې مرستې ورکړي که د مرستو په دغو پیسو دوی ته کورونه جوړ کړي.

د ټانک ضلعې د پولیسو مشر (ډي پي او) وقار احمد خان وایي د وزيراعظم هاوسنګ سوسایټۍ سپروايزر، جنرل منيجر او اکاونټنټ ټانک کوړ سیمه کې د سېلاب ځپلو د پاره د کورونو جوړولو پروژې جاج اخستو د پاره د راتلو په مهال د لويې لارې نه تښتول شوي دي.

هغه وویل د تښتول شوو کسانو پېژندګلو د سيد انصاف شاه شيراني، حسن او نويد په نومونو شوې چې د چین سک په نوم د غېر دولتي ادارې کارکوونکي شامل دي.

د پولیسو د مشر په وینا د تښتول شوو کسانود استعمال لاندې موټر د چيسن کڅ کلي سره نزدې ترلاسه شوى دى.

هغه زياته کړه چې په سيمه کې پراخه عملیات پيل شوي دي. چې پکې د پولیس ترڅنګ ملیشا او د پاکستان پوځ عسکر برخه اخلي او زر به تښتول شوي کسان د تښتوونکو د منګلو نه خوشي کړي.

په 12 ستمبر د سوات چپریال سیمه کې وسله والو د يوې غېر ملکي موبایل کمپنۍ د یو انجينیر په شمول د لسو پورې کسان تښتولي وو.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې په دې ورستیو کې په امنیتي ځواکونو باندې بربدونو کولو ترځنګ د ځایي خلکو د هدفي وژنو، قلنګ غوښتلو او د تښتولو پیښې چټک شوي دي.

صوبايي حکومت د قلنګ ورکولو خبرونه ردوي او دعوه کوي امنيت قابو دی.

او په 17م ستمبر د صوبې د حکومت ویاند برسټر محمد علي سیف وي او ای ډيوه سره خبرو کې منلې وه چې په دې وروستیو کې د صوبې په ځینو برخو کې دطالبانو خوځښتونه زیات شوي خو هغه ویلي وو د صوبې پولیسو کې دومره توان شته چې د وسله والو مخه ونیسي او صوبه کې امن په ځای کړي.

بیا د ستمبر په 18مه د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان منلې وه چې دهغه د ګوند تحریک انصاف د واکمنۍ د لاندې صوبې خیبر پښتونخوا په ملاکنډ ډویژن کې حالات خراب شوي دي خو وایي د اړي ګړي په دې وضعیت قابو موندل د وفاق ذمه واري ده.

خو د ستمبر په 20مه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي، "دا خبره کول چې سوات ته بيرته ترهګر راتلل پېل شوي داسې بالکل نه ده دا افواه ده يا افواه جوړول کيږي، امنيتي ادارې خبرتیا لري او چمتو دي".

بل لور ته په صوبه کې د بدامنۍ پرضد او امن غوښتنې دپاره د احتجاجونو لړۍ هم روانه ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د هندوستان کرکټ ټیم د مینه والو څو خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG