دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي کراچۍ کې یې دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې د ترهګرې ډلې داعش دوه وسله وال وژل شوي اؤ ترهګرو سره په نښته کې څلور عسکر هم ژوبل شوي دي.
پاکستاني رسنیو دخالي په ورځ دترهګرۍ ضد محکمې دپولیس چارواکو له خولې ویلي دغه عملیات تېره شپه د کراچۍ دسرجاني ټاؤن په تیسر ټاؤن سیمه کې هغه مهال شوي کله چې پولیسو سیمه کې دترهګرو د موجودیت اطلاع ترلاسه کړه.
پولیس وایي دترهګرو سره یې دعملیاتو په مهال نښته شوې چې پکې دوه ترهګر سخت ژوبل شول خو کله چې هغوي روغتون ته رسول کیدل نو په لاره کې یې ساه ورکړه.
دسي ټي ډي دپولیسو چارواکي یا ډي ایيجي اصف اعجاز شیخ ویلي نښته کې څلور عسکر ژوبل شوي چې هغې کې د دوؤ ژوبل روغتیایي وضعیت داندېښنې وړ دی.
د ژوبل عسکرو پېژندګلو د عابد،اشعرخان،عرفان اؤ مولا بخش په نومونو شوې ده
وسله والې ډلې داعش لا په سمدستي توګه ددې پېښې په تړاؤ څه نه دي ویلي.
پاکستاني چارواکو تر یوې اوږدې مودې پاکستان کې دداعش د موجودیت نه انکار کولو خو په دې وروستیو کې چې په پولیسو دشوؤ ګڼو بریدونو داعش پغاړه اخستې ده نو له هغې راپدیخوا دپاکستان امنیتي ځواکونه وخت ناوخته د داعش د وسله والو پرضد د عملیاتو دعوې کوي