لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ:دجمعیت علماء اسلام ګوند یو بل ځايي مشر په هدفي توګه وژل شوی


دافغانستان دپولې ترڅنګ دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې باجوړ کې دنامعلومو وسله والو په یو برید کې دسیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام یو بل ځایي مشر قاري شفیع الله وژل شوی دی.

دسیمې نه دپولیسو سرچینو وي او ای ډیو ته ویلي دا برید دخالي په ورځ دماموند تحصیل په بدان سیمه کې شوی .
سرچینې وایي وسله والو دجمعیت علماء اسلام ګوند په یو ځایي مشر قاري شفیع الله ناتاره ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

تر دې وړاندې هم په دې وروستیو کې په قبایلي ضلعو باجوړ اؤ شمالي وزیرستان کې دجمعیت علماء اسلام یو شمیر ځایي مشران په هدفي توګه وژل شوي چې هغې کې د زیاتره پېښو ذمه واري وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده خو ددې تازه پېښې ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې .

دجمعیت علماء اسلام د قبايلي سيمو مرستيال مشر مفتي اعجاز وايي، په وروستيو کې په وزيرستان کې یاد ګوند سره تړاؤ لرونکي ملک مرتضا، قاري سميع الدين او مولانا نعمان په هدف کړی شوي دي .

دهغه د وینا له مخې له دې وړاندې په باجوړ کې مفتي بشير، مفتي شفيع الله، مفتي سلطان محمود او د هغه ورور قاري الياس او د ټولې فاټا د انصاراسلام صوبايي سالار مولانا عبدالسلام په هدف کړی شوي دي.

د ډیوه خبریال عثمان خان ته په دې وروستیو کې مفتي اعجاز ویلي وؤ د دغو وژنو ذمه وار نه دي معلوم کړی شوي او دوی د دغو پېښو ذمه وار حکومت ګڼي.

دمفتي اعجاز په وینا رياست په قبايلي سيمه کې ډېر غټ عمليات کړي دي اوس که داعش راځي او که هر څوک راځي نو ذمه وار يې رياست او رياستي ادارې دي ځکه چې دوی د قبايلي سيمو پاکولو ويلي وو.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسېن بابک وايي وي او ای ډیوه ته ویلي په پښتونخوا کې که يو لور ته په هدفي وژنو کې په ګڼ شمېر کې پښتانه وژل کيږي نو بل لوري ته ناسمې امنيتي وضعې خلک د ذهني فشار ښکار کړي او معیشيت یې په ټپه ودرولی دی.

دسردار حسین بابک په وینا "هره ورځ مونږ ګورو چې هدفي وژنې روانې دي او حکومت تماشه کوي، عدالت په هغي باندې څه نوټس نه اخلي پارليمان پرې خاموشه دی، انتظاميه داسې ښکاري چې امنيت يې ذمه واري نه ده، انتظاميه د بې حسۍ مظاهره کوي، د پاکستان ميډيا دغه پېښې نه په ګوته کوي"

خو خېبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د صوبايي حکومت یو وزير شوکت يوسفزي بیا وي او اې ډيوه ته ویلي چې، پخوانۍ قبايلي سيمې اوس د صوبي برخه جوړه شوې او حکومت ټولې ممکنه هڅې کوي چې هلته امنيت په ځای شي.

ښاغلي یوسفزی وایي صوبایي حکومت دامنیت دټینګښت د ذمه واریو نه بې غمه نه دی اؤ امنیتي اداري پرله پسې لګيا دي دترهګرۍ خورونکو مخه نیسي .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG