لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسلام اباد پولیسو دعمران خان نیولو پسې دهغه کور ته دعسکرو لېږلو ګنګوسې رد کړې دي


PAKISTAN-POLITICS/KHAN
PAKISTAN-POLITICS/KHAN

د اسلام اباد پوليس د خالي په ورځ هغه ګنګوسې رد کړي چې ګنې د پخواني وزير اعظم او د تحريک انصاف ګوند دمشر عمران نيولو لياره يوليس بنى ګاله ته ليږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې داسلام اباد مجسټریټ رانا مجاهد رحیم ښځینه ججې ته دګواښونو کولو په مقدمه کې اوړمه ورځ دپخواني وزیراعظم عمران خان د نیولو وارنټ جاري کړی اؤ دتحریک انصاف ګوند ګواښ کړی چې دعمران خان نیول به ښې نتیجې ونه لري.

داسلام اباد پولیسو خپل بیان کې ویلي چې عمران خان په یاده مقدمه کې تر اوسه دسیشن کورټ یا ضلعي عدالت نه خپل ضمانت نه دی کړی اؤ که هغه دغه عدالت ته وړاندې نه شو نو بیا نیول کیدای شي.

خو دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله تېره شپه دپاکستان یو شخصي ټيلي ویژن ته وویل چې په عمران خان کومې دفعې لګیدلي دي هغې کې ضمانت کیدای شي نو ځکه دهغه دنیول کیدو سوال نه راپورته کیږي.

داسلام اباد پوليس په بیان کې ويل شوي کله چې اسلام اباد هایکورټ د عمران خان لخوا يوې ښځينې ججې ته د ګواښونو کولو په قضيه کې د ترهګري دفعې وويستلې نو دا مقدمه سيشن کورټ ته انتقال شوه او دي عدالت څخه د تحريک انصاف ګوند مشر خپل ضمانت نه دی اخستی او وروستۍ اورونه کې هم هغه عدالت ته نه و حاضر شوی.

پوليس ويلې د ګرفتارۍ وارنټ د عمران خان عدالت ته د وړاندې کېدو باوري کولو لپاره جاري کړی شوی دی.

پولیسو دا ګنګوسې رد کړي چې ګنې بني ګاله ته دعمران خان دنیولو لپاره درې سوه پولیس عسکر لیږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کله تېره ورځ دعمران خان دنیولو رپورټونه مخې ته راغلل نو پاکستاني میډیا وایي چې دتحریک انصاف ګوند یو شمیر فعالین دعمران خان کور بني ګاله ته ورسېدل اؤ ددې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو هم هغوئ ټرینډ وچلولو چې "عمران خان زمونږ ریډ لاین دی"

دتحریک انصاف ګوند مرکزي عمومي سکتر اسد عمر په ټویټر حکومت ته خبرداری ورکړی چې دعمران خان دنیولو نه ډډه وکړي.

هغه لیکلي" دعمران خان دنیولو تېروتنه ونه کړئ ګنې ستومانه به یئ"

دتحریک انصاف مشر عمران خان په شلم اګست داسلام اباد یوې ښځینه ججې زیبا چوهدري ته ګواښ کړی ؤ چې "ګوري به ورسره " چې په دې ګواښ وروسته دهغه پرضد دترهګرۍ اؤ ځېنو نورو دفعو لاندې مقدمه درج کړل شوې وه خو وروسته بیا د اسلام اباد هایکورټ په حکم له دغې مقدمې دترهګرۍ دفعه وویستل شوه.

اسلام اباد هایکورټ دعمران خان دګواښونو له خپله انده نوټس هم اخستی اؤ پرېکړه یې کړې وه چې په دې ګواښونو به په عمران خان دعدالت دسپکاوي فرد جرم لګوي خو عمران خان وروسته اسلام اباد هایکورټ کې پخپلو ګواښونو بخښنه وغوښته اؤ وي ویل دهغه مقصد دعدالت سپکاوی کول یا ګواښ نه ؤ بلکې یوازې دقانوني ګامونو اخستو خبره یې کړې وه.

اوړمه ورځ عمران خان د ښځینه ججې زیبا چوهدري عدالت ته هم دمعذرت کولو لپاره ورغلی ؤ خو دیادې ججې سره یې لیدنه نه وه شوې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG