لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وایي باجوړ کې یوه"ویډیو" دجمعیت علماء اسلام دغړو دهدفي وژنو سوب شوې ده


دافغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې په تېر نزدې يو کال کې د جميعت علماء اسلام ګوند په غړو دشوؤ شپږو بريدونو ذمه واري داعش ډلې په غاړ اخستې ده۔

د امنيتي ادارو چارواکو وي او ای ډيوه ته ویلي خواو شاه يو نيم کال وړاندې په دغه علاقه کې يو وسله وال خلکو وژلی و، د هغې پېښې ويډيو جوړه شوې وه او چې هغه ويډيو کې کوم تنان موجود وو هغوې اوس وخت په وخت په نخښه کيږي۔

دا په داسې حال کې ده چې د باجوړ پوليس وايي تېره ورځ هم د ماموندو بدان علاقه کې د مدرسې یو استاذ او د جميعت علما اسلام غړی مولانا شفیع الله نامعلومه وسله والو هغه مهال وژلی دی کله چې دی خپلې مدرسې ته روان ؤ.

د جميعت علماء اسلام د باجوړ ښار مشر مولانا ضيا الله جان ډیوه ته وایي دوي باجوړ کي په عمومي بدامنۍ او بيا په خصوصي توګه د جميعت علماء اسلام د غړو په هدفي توګه وژل کیدو اندېښمن کړي دي.

ډیوه سره خبرو کې مولانا ضیا الله جان وویل "دې نه وړاندې په بدانو علاقه کي نور د جميعت غړي هم په نخښه شوي، مجرمانو ته د نامعلومه نوم ورکول کيږي، چې د باجوړ اولس او د ګوند غړې يي اندېښمن کړې دي، د افغانستان سره په پوله هم ازغن تار لګول شوی دی نو بيا پوښتنه راولاړېږي چې دا خلک د کوم اړخ نه راځي؟"

د باجوړ دپوليسو مشر یا ډي پي او عبدالصمد ډيوه ته وایي د ډير وخت راهسې د جميعت علماء اسلام ګوند غړې په نخښه کيږي خو پولیسو دې پېښو کې د ککړو تنانو په ضد ګامونه پورته کړې دي، يو شمېر ترهګر نيول شوي او يا وژل هم شوي دي.

دپولیسو دا لوړپوړی مشر وایي"د باجوړ د امن د پاره ټولې امنيتي ادارې په شريکه لګيا دي، دلته پوليس، پوځ، سي ټي ډي او نورې استخباراتي ادارې په شريکه کار کوي، او تر ډيره حده پورې یې د وسله والو جرړي ختمې کړې دي"

د تېرې څه مودې نه د باجوړ ترڅنګ د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې هم د بدامنۍ پېښې مخې ته راغلې دي، تېره میاشت په سوات کې د امن کميټۍ پخوانی مشر ايدريس خان سره د اتوؤ کسانو وژل شوی و، په دير کې د صوبایي اسملبۍ په غړي لیاقت علي بريد شوی و، په خېبر کې د ايف سي او پوليسو په چېک پوسټونو بريدونه شوې وو، په کرمه کې تېره ورځ هم د پولې پورې غاړې نه بريد کې يو عسکر وژل شوی و.

په وزيرستان کې څو ورځې وړاندې په ځانمرګي بريد کې يوويشت عسکر ژوبل شوي وو۔ په باجوړ کې په پوليسو باندې بريد کې يو پوليس وژل شوی او يو ژوبل شوی و.

په دې بریدونو کې د اکثرو ذمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي دي خو په باجوړ کې په پوليسو دترسره شوي بريد ذمه واري داعش خراسان ډلې منلې وه۔

په خېبر پښتونخوا کې ددې بدامنې په ضد ځاي په ځاي احتجاجي مظاهرې شوي دي او ځايي خلکو پکې د امن غوښتنه کړې ده۔

د جمعې په ورځ هم په سوات کې احتجاجي مظاهره شوې وه۔ په باجوړ کې د بدامنۍ خلاف نزدې يوه مياشت وړاندې اته ورځې احتجاجي ناسته هم شوې وه.

ددغه احتجاج مشري کوونکي شېخ جانزاده ډيوه ته وويل په ټوله پښتونخوا کې خلک د عدم تشدد د لارې امن غواړي او دا اولسي احتجاجونه ښايي چې ددې سيمي خلک د بدامنۍ د نوې لړۍ د وسلې د لارې نه بلکې د عدم تشدد د لارې د رياست نه امن غواړي.


"داسې وختونو کې به وړاندې خلکو وسلې رااخستې خو اوس دوي د عدم تشدد د لارې امن غواړي"

څيړونکي وايي د ټې ټي پي سره په عملي توګه دپاکستان ډز بندي ختمه شوي ده ځکه چې دې وسله والې ډلې د ستمبر د دوېمې نېټې نه راپدېخوا د ګڼو بريدونو ذمه وارۍ منلي دي، او ورسره اوس د داعش خراسان فعاليتونه هم په سېوا کيدو دي، د بدامنۍ دا ټولې پېښې په خېبر پښتونخوا کې رپورټ کېږي۔

خو د پاکستان د داخله چارو وزير رانا ثناالله څو ورځې وړاندې ويلي وو، "امنيتي ادارې خبر او چمتو دي او هر ورځ به تاسو وينئ چې عمليات کيږي او هغه ترهګر چې د دې ملک امن خرابوي وژل کيږي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG