لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دټیکسونو اداره وایي دخپل ټاکلي هدف نه ورته زیاته مالیا راټوله شوې


د پاکستان د مالیالیې راټولولو مرکزي اداره ایف بي آر وایي د روان مالي کال په وړومبیو دریوؤ میاشتو کې یې د هدف نه زیات ټیکسونه راجمع کړي او د راټولو کړل شوؤ ټیکسونو یا مالیې دا کچه د تیر کال 2021م په مقابله کی 17فیصدي زیاته ده.

خو په پاکستان کې اقتصادي پوهان وایي په ملکي کچه د ګرانۍ له وجې په خلکو د مالیې بوج سيوا شوی او روان کال په ستمبر کې د سیلابو او سیاسي اړي ګړي له وجې د ګوشوارو جمع کولو شرحه ډیره کمه ده.

د پاکستان د مالیې مرکزی بورډ په خپل رپوړټ کې وایې روان مالي کال کې د وړمبیو دریوؤ میاشتو دپاره د مالیې هدف 16کربه او 9 اربه روپۍ مقرر کړی شوی و خو حکومت ته 16 کربه او 35 اربه روپۍ راغونډې شوې او په دې کې 17 فیصدي اضافه شوې ده.

ایف بي آر وایې روان مالی کال د جولایې نه تر ستمبر پورې 26اربه روپۍ زیاتې جمع شوې دي.

د اقتصاد ماهر اشتیاق احمد وي او ډیوه ته وایي په ملکي کچه د ګرانۍ له وجې د مالیې هدف سېوا شوی او د حکومت ناکامي ده چې د ګرانۍ له وجې په ولس د مالیې بوج سيوا کیږي.

"کله چی ګراني زیاتیږي نو دې سره په مالیا کې هم اضافه کیږي او اخري صارف باندې ددې بوج زیاتیږي ځکه چې حکومت په هر څه مالیا لګولې ده زما په خیال دا د اقتصادي مامورینو ناکامي ده چی دوي دغه ګراني نه شي کنټرولولی"

ایف بي آر دعوی لري چې روان مالي کال کې د فنانس قانون کال 2022 منظور کړی شوی و او د محصولاتو په پالیسۍ کی بدلون راوستی شوی و.

ایف بي آر وایي په دریوؤ میاشتو کې نیغ په نیغه ټیکسونو کې 41فیصدي اضافه شوې، ددې ترڅنګ د ادارې له خوا د ګوشوارو جمع کولو نیټه د ستمبر د 30مې نیټې نه د روانې میاشتې 31مې نیټې ته غځول شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د مالیې وکیل عمران یونس وایي د سیاسي اړي ګړي او سیلابونو له امله سوداګر هم متاثره شوي او په ملک کې د ګوشوارو جمع کولو عمل هم د سست روۍ ښکار و.

هغه وایي دې سره به د انکم ټیکس ګوشوارو جمع کولو شرحه کې اضافه وشي.

د مالیې مرکزي اداره وایي په ستمبر کې 685اربه روپۍ مالیا راجمع شوې ده چې دا د تیر کال دستمبر په مقابله کې 27% زیاته ده او ددې ترڅنګ مرکزي ادارې په دریوؤ میاشتو کې 84 اربه روپۍ ټیکس ورکوونکو ته بېرته هم ستنې کړې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG