لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمیرانشاه دظفر ټاؤن کډوال وایي دوي ته دې دخپلو ړنګو کورونو معاوضې ورکړل شي


د شمالي وزیرستان د مرکزي ښار میرانشاه د ظفر ټاؤن سیمې اوسیدونکي وایي د ضرب عضب علیاتو پرمهال د دوی کورونه وران کړل شوي او په ځائ یې سرکاري ودانۍ جوړې کړل شوي دي .

دوي وایي د کډوالۍ ژوند ستړي کړي ځکه نور ورته دې دبېرته ستنولو سره په سیمه کې د کورونو انتظام برابر کړل شي.

انتظامیه د دوی دا تاوان مني او وایي په دې اړه یې اعلا حکومتي چارواکو ته سپارښتنه کړې ده.

د ظفر ټاون د کډوالو د کمیټۍ مشر فاروق وزیر وایي دوی د ضرب عضب عملیاتو نه بې کوره شوي او تر دې مهاله د کډوالۍ د ژوند په تیرولو مجبور دي.

هغه وایي په علاقه کې د دوی په سلګونو شمیره دوکانه، مارکیټونه او کورونه په بیلډوزرو هوار کړل شوي او په هغه ځای سړکونه، پارکونه او سرکاري ودانۍ جوړې کړل شوې دي.

هغه وویل دوی ته په دې کډوالۍ کې کډوالو سره کېدونکې میاشتنۍ مرستې تړل شوي او ورته ویل کیږي چې علاقه پاکه کړل شوې تاسو خپلو سیمو ته لاړ شئ.

هغه زیاته کړه چې کورونه یې نشته دوی به چرته ځي؟

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې عملیات کړي او دعملیاتو په پایله کې حکومت عامو خلکو ته د اوښتو زیانونو پوره کولو ژمنې کړې وې.

د صوبې اوسني د پاکستان تحریک انصاف حکومت کال 2020م کې د شمالي وزیرستان د میرانشاه او میرعلي بازارانو د کمرشل علاقې 45 لکه روپۍ د یوې مرلې ځمکې او درې لکه روپۍ د یو دوکان د ودانۍځایي خلکو ته د ورکولو منظوري ورکړې وه خو زین داوړ وایي تر اوسه دوی ته دا مرستې نه دي ورکړل شوې چې دوی په بل ځای کې پرې کورونه واخلي .

هغه وویل پخواني وزیراعظم نواز شریف په میرانشاه سیمه کې د نواز ټاون جوړولو ژمنه کړې وه په هغه پروژه هم تر اوسه عمل نه دی شوی.

دافتونو په وخت دنظم ساتنې ادارې پي ډي ایم د مئ میاشتې نه وروسته له هغې د 6000 نه زیاتو د شمالي وزیرستان دبې کوره کورنیو مرستې تړلي چې ویلي یې وو د دوی علاقې پرانستل شوي او دوی دې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

د حاظر دین په نوم یو کډوال ډيوه ته وایي په کډوالۍ کې د مرستو تړل کېدو وروسته د خوراک څښاک دنیمګړتیاؤ سره دمخ کیدو تر څنګ د دوئ ماشومان بې تعلیمه شوي او د کډوالۍ ژوند ستړي کړي دي .

وي او ای ډیوه ته د افتونو په وخت د انتظام برابرولو ادارې چارواکو ویلي دا ستونزه د حکومتونو سره اړه لري او هغه چې څه لارښونه ورته وکړي دوی به یې عملي کوي.

د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي ددفتر چارواکو وویل د دوی د تاوان ستونزه یې د صوبې اعلا حکومتي چارواکو سره شریکه کړې او تیره اوونۍ د صوبې د مرستو او بیا اباد کاری وزیر اقبال وزیر د دوی ددې ستونزې په سمدستي توګه د هوارولو باور ورکړی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG