لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران په روانو احتجاجونو کې تر اوسه نزدې 92 کسان وژل شوي


د تهران یونیورسېټي مخې ته د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي
د تهران یونیورسېټي مخې ته د احتجاج کوونکو او پولیسو ترمنځ د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي

واشنګټن - د ایران د پارلېمان سپیکر د اتوار/یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د پولیسو په قید کې د ځوانې مهسا امیني د مرګ په حواله چې کوم احتجاجونه پیل شوي دي، ممکن ایران کې د عدم استحکام سبب شي.

د پارلېمان سپیکر، محمد باقر قالیباف، احتجاج کوونکي، عامه نظم ته خطره وبلل او د امنیتي عسکرو یې وغوښتل چې دوی سره دې سخته رویه وکړي.

قالیباف دعوه وکړه چې د اوسني احتجاج کوونکو مقصد د حکومت نسکوره کول دي. هغه د ایران د پارلېمان غړو ته ویلي: «د دې نه وړاندې چې کومې مظاهرې شوې وې، اهم ټکی یې دا و چې احتجاج کوونکو اصلاحات غوښتل، او د حکومت نسکوره کولو مقصد یې نه و.»

په تېرو دوو هفتو کې زرګونه ایرانیان لارو کوڅو ته راووتل او د ایران د مشرانو په ضد یې نعره بازۍ وکړې. دا احتجاجونه پس د هغه پیل شول چې مذهبي پولیسو یوه دوه ویشت (۲۲) کلنه پېغله، مهسا امیني د بدحجابۍ په تور ونیوله او بیا هغه نجلۍ د پولیسو په حراست کې مړه شوه. داسې ویل کیږي چې مهسا امیني سره پولیسو تشدد کړی و او همدا یې د مرګ سبب وګرځېد.

قهرجن احتجاج کوونکي د ښځو سره د حکومت په رویو، او په عمومي توګه د ایران د مذهبي آمریت په ضد راپاڅېدلي دي. د دوی په ملاتړ د ایران نه بهر هم پراخې مظاهرې شوي دي.

ایران کې د سرکاري رسنیو او سوشل مېډیا رپوټونو په حواله، د اتوار/یکشنبې په ورځ د تهران په یوې لویې یونیورسېټۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالب علمانو ترمنځ نښتې شوي دي.

د ایران د بشري حقونو تنظیم، چې مرکز یې په ناروې کې دی، په یو بیان کې ویلي چې په ټول ایران کې د وروستیو ناکراریو له امله د وژل شوو کسانو شمېر یو سل او دري دېرش (۱۳۳) ته رسېدلی چې په دې کې څه باندې څلوېښت (۴۰) تنه یې د سیستان-بلوچستان صوبې په مرکز زاهدان کې د تشدد په پېښو کې وژل شوي دي.

بل اړخ ته د ایران سرکاري ټي وي د رپوټ ترمخه، له هغه وخت راهیسي چې د سپټمبر په اوولسمه (۱۷) مظاهرې شورو شوې، تر اوسه لږ تر لږه یو څلوېښت (۴۱) احتجاج کوونکي او پولیس وژل شوي دي. ایسوشیټډ پرس خبري ادارې د چارواکو د قوله ویلي چې حکومت د یو نیم زر (۱۵۰۰) نه زیات کسان ګرفتاره کړي هم دي.

قالیباف د ایران د سپاه پاسداران (د ایران د انقلاب پوځي ډلې) یو پخوانی لوی کمانډر پاته شوی چې اوس د پارلېمان سپیکر دی او د ملک په اهمو چارو کې لوی کردار لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG