لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا او کراچۍ سي ټي ډي د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې


د خېبرپښتونخوا او پاکستان د غټ اقتصادي ښار کراچۍ سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې چې څلور ترهګر يې وژلي دي، د کراچۍ سي ټي ډي ويلي د دوه وژل شوو ترهګرو تعلق د داعش سره وو.

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې سي ټي ډي پولیس دعوه کړې چې د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو په ګډو عملیاتو کې يې د یوه مقامي کمانډر په ګډون دوه ترهګر وژلي دي.

په لکي مروت کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې تیر د ستمبر په میاشت کې د لکي مروت په شهباز خېل سیمه کې د پولیسو په ګشتي پارټۍ برید او بیا ګنډي چوک سیمه کې د پولیسو چوکۍ ته لاسي بم غورځول شوی وو چې د پولیسو په وینا په دغو پېښو کې د پولیس یو افسر [اې ایس ایي] وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي وو.

د دغو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان په غاړه اخستې وې.

د لکي مروت پولیسو ويلي تيره شپه پوليسو ته د ډاډیواله تاڼې په حدودو کې په ممه خېل سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع شوې وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

په بيان کې ویل شوي کله چې بيا د علاقې پوليس، د سي ټي ډي اهلکار او نورو امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او تر وسلوالو یې ګېره چاپیره کړه نو وسلوالو پرې ډزې پېل کړې. او د ډزو په تبادله کې د ترهګرو یو ځایي کمانډر طاهر عرف انقلابي او یو بل ولي الله عرف فدایي وژل شوي دي.

په بیان کې ویل شوي وژل شوي ترهګر په امنیتي عسکرو بریدونو او هدفي وژنو کې ککړ وو او د ډېر وخت نه امنیتي عسکرو ته مطلوب وو.

تحریک طالبان پاکستان تاید کړې چې د ډزو په تبادله کې د هغوی د تحریک یو غړی ولي الله وژل شوی دی.

لکي مروت د خېبر پښتونخوا هغه جنوبي ضلع ده چې پولې یې د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان، بنو او ټانک ضلعې ترڅنګ د پنجاب میانوالي ضلعې سره لګیدلي دي.

تیره اوونۍ هم د پاکستان پوځ هم په لکي مروت ضلعې کې د ترهګرو په ضد عمليات کې د دوو ترهګرو د د وژل کېدو دعوه کړې وه.

په 11 ستمبر هم په لکي مروت سیمه کې سي ټي ډي پولیس دعوه کړې چې د امنیتي ځواکونو سره په شريکو عملیاتو کې يې څلور ترهګر وژلي خو ورپسې په بله ورځ دې وژنې په ضد د سیمې خلکو سخت احتجاج کړی وو او د وژل شوو کسانو کورنۍ ویلي وژل شوي کسان بېګناه وو او له تېرو څو ورځو نه امنیتي سرتېرو سره بندیان وو.

هغه وخت تحریک طالبان پاکستان منلي وو چې وژل شوي کسان د امنیتي ځواکونو سره بند کې د دوی ساتل شوي غړي وو.

بل لور ته پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [دوېم اکتوبر] د کراچۍ سي ټي ډي پوليس چارواکو ويلي د خالي/ شنبې په ورځ چې کوم عمليات شوي او دوه ترهګر پکې وژل شوي وو، د دوی تعلق د داعش سره وو.

د سي ټي ډي ډي ايي جي اصف اعجاز شېخ خبري غونډې ته ویلي د ښار په ګلشن معمار جنجال ګوټ کې وژل شوو دغو ترهګر پلان وو چې د 12 ربيع الاول په جلوسونو ځانمرګی بريد وکړي.

هغه دعوه کړې چې ياد ترهګر په کال 2017 کې په بلوچستان کې په ځانمرګي برید، تېر کال په سرينا هوټل کې په ځانمرګي برید، او دې نه علاوه په امنيتي ځواکونو باندې بريدونو کې ککړ وو.

د سي ټي ډي چارواکو ويلي، په وژل شوو ترهګرو کې د سید اېمل خان چې تعلق يې د بلوچستان پشین سره دی، او بل عبدالله وو چې تعلق يې د کوټې سره دی.

د چارواکو په وينا وژل شوي ترهګر لومړی په تحریک طالبان پاکستان کې او بيا داعش خراسان کې شامل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG