لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: مرکزي کابينې د عمران خان په ضد د کارروايۍ منظوري ورکړې


د پاکستان مرکزي کابينې د [ډپلومېټک سایفر] يا سفارتي مراسلې د اډيو ليک په اړوند د مرکزي پلټنيزې ادارې [اېف ايي اې] د لارې د پلټنو او لوړ پوړو چارواکو خلاف د قانوني کارروايۍ منظوري ورکړې ده.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه مرکزي کابينې د اډيو ليک د پلټنو دپاره جوړه کميټي به د مخکني وزیراعظم عمران خان، د هغه د وزیرانو، د وزيراعظم د مخکني سيکرټري اعظم خان په ضد قانوني کارروايي کوي.

ويل شوي مرکزي کابینې په 30 ستمبر د عمران خان د سايفر په اړوند اډيو ليک يا خبرو مخې ته راتلو وروسته دغه کميټي جوړه کړې وه.

د کابينې کمېټۍ بيا د اکتوبر په لومړۍ نېټه د قانوني کارروايۍ سپارښتنه کړې او ويل شوي پرون د اتوار په ورځ مرکزي کابينې د کمېټۍ د سپارښتنو منظوري ورکړې ده.

کمېټۍ سپارښتنه کړې چې دا قومي سلامتۍ معامله ده او په قومي ګټو يې سختې اغېزې کېدی شي ځکه قانوني چلند اړين دی. او زياته کړې يې ده د اېف ايي اې لوړ پوړي چارواکي او نورو استخباراتي ادارو چارواکي دې هم په ټیم کې شامل کړی شي.

د سفارتي مراسلې په اړوند د عمران خان لومړۍ اډیوي خبرې په 28 ستمبر او نورې په 30 ستمبر په پاکستانۍ ميډيا او ټولنيزو رسنيو خپرې شوې چې پکې هغه په دغه اړه خبرې کوي.

دا خبرې په مبينه توګه د هغه سفارتي مراسلې په اړوند دي چې عمران خان يې په اړه تور لګوي د کومې د لارې چې هغه د حکومت نه د امریکا په سازش لرې کړی شوی وو.

خو امریکا او پاکستان په کلکه د عمران خان دغه تور رد کړی چې ګنې د هغه پرضد کوم سازش شوی يا امریکا کوم سازش کړی وو.

عمران خان د عدم اعتماد يا بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی وو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند فواد چودري ویلي،

"د عمران خان حکومت د يو سازش لاندې لرې کړی شوی په دې لړ کې د سایفر په پلټنو کولو حکومتي ګام سم دی خو د انصاف تقاضه ده چې دا پلټنې د اېف ايي اې په ځای د سپريم کورټ کمېشن وکړي چې هر څه ښکاره په ډاګه شي".

دوه ورځې وړاندې د مسلم لیګ ن ګوند مشرانو په يوه خبري غونډه کې په دغه اړوند تفصيلي خبرې کړې وې.

او د مسلم ليګ ن ګوند يوې مشرې مریم نواز ويلي وو، هغې د لومړۍ ورځې نه ويل چې عمران خان دروغ وايي، مريم نواز د عمران خان پرضد د کارروايۍ غوښتنه کړې وه.

پاکستان کې په وروستيو کې نه يواځې د عمران خان بلکې د وزيراعظم شهباز شريف مبينه اډیو خبرې هم مخې ته راغلي او په دغو خبرو هم پوښتنې را ولاړې شوي چې دا خبرې چا خپرې کړي يا ليک کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG