لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د اډیو ليکس د پلټنو دپاره د استخباراتي ادارو په ګډون لوړ پوړې کميټي جوړه کړې


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د اډيو ليکس په اړه د پلټنو دپاره لوړ پوړې کميټي جوړه کړې چې پکې به مرکزي وزیران او د استخباراتي ادارو [ايي اېس ايي] او انټيليجنس بيور [ايي بي] چارواکي شامل وي.

د پاکستان د ځايي میډيا ترمخه د کورنيو چارو رانا ثناالله به د دغه کمېټۍ مشري کوي چې ورسره پکې نور وزيران هم شامل دي.

ویل شوي "کمېټۍ ته د وزیراعظم د دفتر د سايبر امنيت د سرغړونې د کتلو او جاج اخستو سره د دې خبرې يقيني کولو زمه واري ورسپارل شوې چې په اووه ورځو کې به د هر څه جايزه اخلي".

د دې ترڅنګ "کميټي به د وزیراعظم هاوس د سايبر سيکيورټۍ جاج هم اخلي او د پوره امنيتي نظام دپاره د سمدستي ګامونو اخستو پلان هم وړاندې کوي".

ياده کميټي په داسې حال کې جوړه شوې چې په وروستيو کې د وزیراعظم شهباز شریف او مخکني وزیراعظم عمران خان ځیني اډيو يا خبرې په پاکستانۍ ميډيا او ټولنيزو رسنیو خپرې شوې او پوښتنې را ولاړې شوې چې د وزیراعظم د دفتر خبرې څنګه ليک شوي يا بهر راښکاره شوي دي.

په دغو خبرو کې د عمران خان لومړۍ اډیوي خبرې په 28 ستمبر او نورې په 30 ستمبر په پاکستانۍ ميډيا او ټولنيزو رسنيو خپرې شوې چې پکې هغه د سفارتي مراسلې په اړوند اړه خبرې کوي.

دا خبرې په مبينه توګه د هغه سفارتي مراسلې په اړوند دي چې عمران خان يې په اړه تور لګوي د کومې د لارې چې هغه د حکومت نه د امریکا په سازش لرې کړی شوی وو.

خو امریکا او پاکستان په کلکه د عمران خان دغه تور رد کړی چې ګنې د هغه پرضد کوم سازش شوی يا امریکا کوم سازش کړی وو.

عمران خان د عدم اعتماد يا بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی وو.

پرون د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په يو ټويټ کې ویلي،

"عمران نيازي د وسله والو ځواکونو په ضد کمپاين پېل کړی او هغه د دغه لارې غواړي چې بيا په واک کې راوستل شي". شهباز شریف ویلي، "د اډيو ليکس وروسته د هغه [عمران خان] مايوسي سېوا شوې ده".

عمران خان چې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، له دغې وروسته يې د حکومت په ضد کمپاين روان کړی، جلسې جلسونه او لاريونه کوي او وايي اسلام اباد پله د حقيقي ازادۍ ترلاسه کولو دپاره لاريون کوي.

نوموړي پرون په پېښور کې د خپل ګوند پاکستان تحریک انصاف د پلويانو يوې غونډې ته په وېنا کې ویلي، "څه وخت هم د حقیقي ازادۍ د لاريون غږ کولی شي" او زیاته کړې يې ده"ټول دې دغه لاريون جهاد وګڼي او ګډون دې پکې وکړي".

خو د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله په يو ټويټ کې د عمران خان نوم نه دی اخستی خو ويلي يې دي،

"ته خو راشه، پټ مه کښېنه، په اسلام اباد راوخېژه، زما هم ستا سره وعده ده".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG