لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هند کې د ټوخي جوړ درملو په ګمبیا کې ۶۶ کسان مړه کړي


واشنګټن – د روغتیا نړیوالې ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، په ګمبیا کې د لسګونو ماشومانو مړینه چې د پښتورګو د ژوبلېدو له مله مړه شوي، ښايي د ټوخي او زکام له هغو درملو سره تړاو ولري چې د یوې هندۍ کمپنۍ لخوا په ناپاکه توګه جوړ شوي.

د ډبلیو اچ او مشر تېدروس ګبریاسس خبریالانو ته وویل، چې د ملګروملتونو ادارې له هندي څارونکو او درمل جوړونکو سره په ګډه په دې اړه پلټنې کوي.

دغه درمل په نوي ډلي کې د مېډن فارماسیوټېکل کمپنۍ لخوا جوړ شوي وو.

مېډن کمپنۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې او په هند کې د درملو د کنټرول عمومي ادارې هم پرې څه نه دي ویلي.

د هندوستان د روغتیا وزارت هم تر اوسه په دې اړه د رویټرز د مسیجونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

ډبلیو اچ او د طبي تولیداتو یو خبرداری ورکړی او له اړوندو ناظمینو څخه یې غوښتي چې د مېډن فارماسیوټېکل کمپنۍ درمل دې له مارکېټ څخه وباسي.

ډبلیو اچ او په دې خبرداري کې ویلي، چې یاد درمل ښايي په نورو ځایونو کې په غیر رسمي توګه هم وېشل شوي وي خو تر اوسه یواځې په ګمبیا کې موندل شوي.

په دغه خبرداري کې د پرومېتازین، کوفېزمالین، مېکاف بېبې کف شربت او مګرېب کولډ سېرپ نومونه یاد شوي.

ډبلیو اچ او ویلي، د لابراتوار په ازموینو کې د ډایټېلین ګلایکول او اېتېلین ګلایکول د نه منلو اندازه ثابته شوې چې کارول یې زهري دي.

د ګمبیا حکومت ویلي، چې دوی هم ددغو مړینو په اړه پلټنې کوي ځکه د جولای د وروستیو راهیسې په هغو ماشومانو کې چې عمرونه یې تر پنځه کلنۍ کم دي د پښتورګو د ناروغېدو پېښې رامنځ ته شوي.

په ګمبیا کې په ګڼ شمېر ماشومان د یادو درملو له اخېستلو څخه له دریو څخه تر پنځو ورځو وروسته د پښتورګو د ستونزو له امله ناروغ شوي.

ډبلیو اچ او د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، چې ۶۶ ماشومان تر اوسه مړه شوي خو د روغتیا چارواکي‌ وايي، د مړو شمېر ښايي‌ نور هم زیات شي.

دغې مړینې د جنوبي افریقا یاد هېواد ته ټکان ورکړی ځکه دغه هېواد لا له مخکې څخه د شري او ملاریا په څېر د ناروغیو له بیړني حالت سره مخ دي.

د مېډن فارماسیوټېکل په نامه د درمل جوړولو کمپنۍ په هند کې ده چې خپل جوړ درمل د هېواد دننه او بیا اسیا، افریقا او لاتینې امریکا ته استوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG