لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې د امن دپاره بيا غټه مظاهره شوې


په سوات کې د امن دپاره مظاهره
په سوات کې د امن دپاره مظاهره

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمه سوات کې د امن دپاره پېل کړی شوو احتجاجونو لړۍ دوام لري، پرون د جمعې په ورځ [7 اکتوبر] بيا د خوازه خېلې په مټه چوک د سياسي ګوندونو، پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سره عام خلک راټول شوي او د امن غوښتنه يې کوله.

احتجاجي کوونکو د ترهګرۍ ضد نعرې وهلې او د امن شعارونه یې پورته کول.

احتجاج کوونکو ويلي د پرامنه احتجاجونو لړۍ يې پېل کړې ځکه چې په سيمه کې يو ځل بيا بدامنۍ سر راپورته کړی او په خلکو کې يې ويره ترهه خوره کړې ده.

په اتم اګست په مټه تحصيل کې د وسله والو ښکاره کېدو، پوليس او پوځي افسر د نيولو ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې او بيا د سيمې خلکو د امن دپاره احتجاج کړی وو.

په 13 اګست د پاکستان پوځ ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکې دي".

خو پوځ زياته کړې وه، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي چې د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کېږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

بيا د ستمبر په 13 نېټه په سوات کې په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی او په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی غړی وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. له دغو پېښو وروسته د امن دپاره غونډې پېل شوي دي.

د سوات قومي جرګې يو غړي شېر شاه خان ويلي، تر هغې به په قلاره نه کښيني احتجاج به تر هغې روان وي څو پورې چې دغلته کوم ترهګر راغلي هغه يو يو مړ نه وي او دوی ته ثابته شوي نه وي دوی په خپله ليدلي نه وي چې دا هغه خلک وو چې دغلته راغلي او ترهګري يې کوله نو هله به د دوی تسلي وشي.

احتجاج کوونکو بيا تکرار کړې چې نور د سوات نه کډې نه کوي، دوی به هغو خلکو ته کډې په سر کړي څوک چې د علاقې خلک کډوال کول غواړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ادريس باچا ويلي، په سوات کې چې مياشت يوه نيمه مخکې کوم حالات جوړ شو يوه ويډیو راغله په هغې کې يو ډي اېس پي زخمي شو، بيا په ادريس خان دهماکه وشوه دغو پېښو په دې خلکو کې د تحفظ احساس راپېدا کړی دی د هغې دپاره خلک راوتلي او يوه غوښتنه کوي چې دوی امن غواړي.

ځينې مظاهره چيانو چارواکو ته په خبرداري ورکولو سره ویلي که دوی چرته هم ترهګر وليده په خپله يې په ضد کارروايي کوي.

د پيپلز ګوند ډاکټر امجد ويلي، امنيتي ادارې دې د سوات د تعلیمي ادارو څخه ووځي چې د سيمې ځوانان خپلې زده کړې کوي.

په احتجاجي غونډه کې غوښتنه شوې چې په علاقه کې انټرنېټ سروس بند کړی شوی د کوم له امله چې نه يواځې د سيمې خلکو ته ستونزه جوړه شوې بلکې د زده کوونکو زده کړې هم ترې متاثره کيږي، انټرنېټ دې بحال کړی شي.

په سوات کې د اګست د مياشتې راهسې د وسله والو ښکاره کېدو وروسته په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په حکومت نیوکې پېل شوي چې وزیراعلا محمود خان په خپله د سوات سره تعلق لري خو د سيمې په بدامنۍ غلی دی.

خو د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف د حکومت يو وزير شوکت يوسفزي بيا وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې بدامني ختمه نه ده خو د صوبې حکومت هم پرې خبر دی او پوليس او پوځ لګيا د ترهګرۍ په ضد عمليات کوي او امنيت قابو دی.

د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په دې وروستيو کې ويلي وو چې په خېبرپښتونخوا کې د بدامنۍ دعوې کول افواه ده، خو په پښتونخوا کې پرله پسې د بدامنۍ پېښې کيږي په امنيتي ځواکونو پرله پسې بريدونه روان دي او د زياترو زمه واري تحريک طالبان مني.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG