لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېمل: د ضمني انتخاباتو وروسته کولو د فېصلې ښکاره مخالفت به وکړي


د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان وزيراعظم شهباز شريف او د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ته په مخاطب کولو سره ویلي، چې امنيتي ادارې دې د سیاست څخه لرې وساتي دوی نه غواړي چې نورې بدنامې شي.

نوموړي په ټويټر هغه اعلاميه خپره کړې چې پکې د کورنيو چارو وزارت الېکشن کمېشن ته ويلي چې د 90 ورځو دپاره انتخابات نور وروسته کړی شي.

خو هغه ويلي که دا خط واپس يا فېصله واپس نه کړی شوه هغه به يې ښکاره مخالف وکړي.

دا هغه ضمني انتخابات دي چې د پاکستان الېکشن کمېشن يې په اړه په 14 ستمبر اعلان کړی وو چې د خېبرپښتونخوا د قومي اسمبلۍ د څلورو حلقو په ګډون په ټولو اته حلقو به ضمني انتخابات په 16 اکتوبر کولی شي.

له دې وړاندې په اتم ستمبر الېکشن کمېشن د قومي اسمبلۍ په 13 حلقو د ضمني انتخاباتو د ځنډولو ويلي وو او علت يې په ملک کې راغلي سېلابونه او په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې کېدل ياد کړي وو.

په يادو حلقو کې د خېبرپښتونخوا اېن اې 22 مردان 3، اېن اې 24 چارسده 2، اېن اې 31 پېښور5، اېن اې 45 کورم 1، او د پنجاب اېن اې 108 فېصل اباد 8، اېن اې 118 ننکانه 2، او د کراچۍ اېن اې 237 ملير 2 او اېن اې 239 کورنګۍ 1 شامل دي.

اېمل ولي خان د چارسدې نه د حلقې نه امېدوار دی.

د کورنیو چارو وزارت پرون په 7 ستمبر الېکشن کمېشن ته خط ليکلي چې د باوري استخباراتي ادارو خبر دی چې يو سياسي ګوند د 12 نه تر 17 اکتوبر پورې د اسلام اباد نه ګېره اچوي او د هغې دپاره پوځ او پوليس په ځای کولی شي. او بل لور ته پوځ او نورې ادارې د سېلاب ځپلو په مرستو کې بوخت دي ځکه د 90 ورځو دپاره دې انتخابات وروسته کړی شي.

دا خط په داسې حال کې ليکل شوی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بيا بيا اسلام اباد ته د لاريون خبره کوي خو نېټه يې تراوسه نه ده اعلان کړې.

الېکشن کمېشن په سمدستي توګه د کورنيو چارو وزارت ته ځواب نه دی ویلی.

په 14م ستمبر الېکشن کمېشن په کراچۍ کې د بلدياتي انتخاباتو نېټه هم اعلان کړې وه چې په 23 اکتوبر به رايې ورکول کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د ژمي په موسم کې د پېښور د ګنټه ګر ذائقه داره کبان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG