لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی:طالبان دې د زورواکۍ عمل ودروي،پاکستان اؤ دسیمې هیوادونو ته به دافغانستان خپلواکي منل وي


محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

دپښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر ښاغلی محمود خان اڅکزی وایي پاکستان، ايران او د سيمې نور ملکونه که ترقي او خوشحالي غواړي نو د افغانستان استقلال به ورته منل وي.

هغه په طالبانو هم غږ کړی چې نور باید د زورواکۍ عمل ته دپائ ټکی کښېږدي اؤ دافغان ولس سره ځان په خبره پوهه کړي.


کوټه کې دخپل ګوند د وژل شوو غړو په ياد راجوړې شوې غونډې ته وینا کې ښاغلي اڅکزي ویلي"پاکستان ته وايم، چي که ته ځانته وايې چي مسلمان يم، که غواړې چي ترقي وکړې او ازاد پاته سې نو ددې لپاره ضروري ده چي ته به د افغانستان آزادي منې، د افغانستان استقلال به منې، بېرغ به يې منې"

هغه وویل "طالبانو ته وايم، هرڅه چي کوئ، کوئ يې خو په افغانستان کي به باچاهي څوک په زور نه اړوي، دې ته به د پائ ټکی ږدو، دا عمل افغانستان ډوبوي، طالب به دا مهرباني کوي د افغانستان له اولسونو سره به ځان پوهه کوي، د جرګې په شکل او يا هم په بل کوم شکل"


دمحمود خان اڅکزي په خبره په سيمه کې روان حالت د بدو ورځو څرک ورکوي ، که پاکستان، ايران او د سيمې نور ملکونه که ترقي او خوشحالي غواړي د افغانستان استقلال به مني.


ښاغلي اڅکزي وویل د دوی د ګوند غړو په پاکستان کې د جمهوريت او ولسواکي لپاره د خپلو سرونو قرباني ورکړې دي او دا به تسليمول وي.

" که څه نن هم په پاکستان کې پوره جمهوريت نسته، مګر دا نن چي څومره جمهوريت دی، په دا کي ترټولو لويه ونډه د ۸۳ دغو شهيدانو ده"

د محمود خان په خبره په 1983م کال کې په پاکستان کې د جنرل ضیالحق مارشل لاء وه چې د هغه پر ضد د ایم ار ډي په نامه د ټولو سياسي ګوندونو ګډ تحریک روان و اؤ په دغه کال پر ۷م اکتوبر د دوی ګوند هم په کوټه کې د پوځي امريت ضد لاريون کاوه او پر دې احتجاج د هغه وخت واکمنو ډزي وکړې چې پکې د ګوند 4 غړي ووژل شول۔

هغه دتاریخي پېښو په یادولو سره وویل پر ۱۱م اکتوبر 1991م کال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې پر مرکزي دفتر د وسلوالو لخوا په ډزو کې 5 غړي وژل شوي وؤ۔

اڅکزي وويل چې د ملک پوځي او جاسوسي ادارې دې په ملکي سياست کې لاس وهنه بنده کړي اؤ زیاته یې کړه"مونږ يې په دې نه يو مخالف چي د پاکستان له پوځ سره مسلح جنګ کول غواړو، مونږ يې په سياست کي د مداخلت د کردار خلاف يو، زمونږ بدي ورسره دا ده چي په سياست کې به کار نه لرې، ستا کار د بارډر دفاع ده"

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د سرکاري ټي وي د خبر له مخې دپاکستان دپوځ سر لښکرجنرل قمرجاوېد باجوه په خپل يوه تازه بيان کې ويلي چې پوځ ځان له سياست څخه ليرې ساتلی او غواړي چې هم داسې پاتې شي۔

محمود خان د سيمې د سياست او امنيت په اړه په خپله وينا کې وويل چې که د منځنۍ اسيا ملکونه غواړي چې په معاشي توګه پیاوړي شي او د دوی وسايل تر نورې نړۍ و رسېږي نو افغانستان يې تر ټولو لنډه او غوره لاره ده،

هغه وويل چې پر کابل واکمن طالبان دې له ګاونډیو ملکونو د نه لاس وهنې ضمانت واخلي او هم دې د هغوی په ملکونو کې د مداخلت نه کولو ضمانت ورکړي۔

"دايران او منځنۍ اسيا ګاونډیان که خپل تيل،ګيس،بجلی خرڅول غواړي، او پاکستان که يې ترقي لپاره اخستل غواړي، دا ټول ګاونډيان به د فغانستان د استقلال احترام کوي او تالب به مهرباني کوي ټولو همسايه ګانو سره، که ترکمانستان دی که تاجکستان دی او که نور، دا به ورته وايي چې نه ستاسو په ملک کي مداخلت کوم نه به زما په ملک کي مداخلت کوې، نه به زما دښمن ساتې، نه به ستا دښمن ساتم"

دا په داسې حال کې ده چې څېړونکي له یوې اوږدې مودې راهسې دافغانستان په ګاونډیو هیوادونو خصوصاً پاکستان اؤ ایران افغانستان کې دلاسوهنې تورونه لګوي خو پاکستان اؤ ایران بیا وخت پر وخت دا تورونه رد کړي اؤ وایي افغانستان سره دښه همسایه توب اړېکې غواړي.

دتېرکال داګست راهسې چې افغانستان کې طالبان یو ځل بیا اقتدار ته رسیدلي دپاکستان په ګډون دنړۍ هیڅ یو هیواد د دوي حکومت په رسمیت نه دی منلی اؤ دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته پخپله تازه وینا کې دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف تور لګولی چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټې دي اؤ دپاکستان اؤ نورې نړۍ مفاداتو ته ګواښ راولاړوي.

خو دطالبانو دحکومت چارواکو اؤ نورو افغان مشرانو دپاکستان دا تورونه رد کړي اؤ وایي دترهګرو ځالې دافغانستان له پولو بهر(په پاکستان) کې دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG