لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغبن دمخنیوي محکمې دپاکستان دداخله وزیر دنیولو وارنټ جاري کړی


Rana Sanaullah Khan ، Rana Sana ullah ، PMLN , PML-N
Rana Sanaullah Khan ، Rana Sana ullah ، PMLN , PML-N

پنجاب کې دغبن دمخنیوي محکمې یاانټي کرپشن عدالت دهیواد دکورنیو چارو د وزیر رانا ثناء الله دنیولو وارنټ جاري کړی چې له هغې وروسته دانټي کرپشن ډله دداخله وزیر په نیولو پسې پلازمینې اسلام اباد ته رسېدلې ده خو پاکستاني رسنۍ وایي چې پولیسو د کورنیو چارو د وزیر نیولو کې دهمکارۍ کې انکار کړی دی.

دخالي په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي د رانا ثناء الله پرضد دانټي کرپشن عدالت کې د رشوت په توګه دپنجاب کلر کهار سیمه کې د دوؤ پلاټونو داخستو اؤ استوګنې دیوې پروژې دناقانونه رجسټریشن مقدمه روانه ده.

د انټي کرپشن ویاند رسنیو ته ویلي دغه مقدمه کې دهیواد دکورنیو چارو وزیر عدالت ته نه دی مخ شوی چې په دې ځانګړي قضایي مجسټریټ دهغه دنیولو اؤ عدالت ته د وړاندې کولو حکم کړی دی.

په رانا ثناء الله دا مقدمه دنوازشریف په تېر حکومت کې هغه مهال جوړه شوې وه کله چې هغه د هیواد دقانون وزیر ؤ.

پاکستاني رسنۍ وایي له وارنټ جاري کیدو وروسته د انټي کرپشن یوه څلور کسیزه ډله د هیواد دکورنیو چارو د وزیر په نیولو پسې پلازمینې اسلام اباد ته رسېدلې اؤ دغلته د کوهسار تاڼې دپولیسو نه دهغه نیولو کې دهمکارۍ غوښتنه کړې ده.

خو رسنۍ وایي پولیسو په دې دلیل د کورنیو چارو د وزیر دنیولو نه انکار کړی دی چې عدالت نه د راناء ثناء الله دنیولو کوم وارنټ جاري شوی په هغې د رانا ثناء الله دکور موجوده درک د فیصل اباد لیکل شوی اؤ دا چې نوموړی دیادې پولیس تاڼې په حدودو کې نه اوسیږي.

دپنجاب دانټي کرپشن محکمې دعدالت له لوري دهیواد دکورنیو چارو د مرکزي وزیر دګرفتارۍ دا وارنټ په داسې حال کې جاري کړل شوی چې پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې د واکمن ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان اسلام اباد ته داحتجاجي لاریون کولو اعلان کړی اؤ رانا ثناء الله ویلي چې په هر حالت کې به ددغه لاریون مخه نیسي.

تیره ورځ هم دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي وؤ چې دملک اؤ قام په خاطر به په بشپړ طاقت سره د تحریک انصاف ګوند د لانګ مارچ مخه نیسي.

خو تر دې یوه ورځ وړاندې دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان میانوالي کې یوې جلسې ته په وینا کې ویلي وؤ هغه چې اسلام اباد ته دخپلو پلویانو د بوتللو لپاره کوم پلان جوړ کړی رانا ثناء الله دهغې نه هیڅ خبر نه دی اؤ ویلي یې وؤ چې دهیواد دکورنیو چارو وزیر یې دمخې نیولو توان نه لري.

سږکال د اپریل په میاشت کې چې عمران خان دبې باورۍ دتحریک په اساس د وزیراعظم د کرسۍ نه کوز کړل شوی اؤ په مرکز کې دایتلافي ګوندونو ګډ حکومت جوړ شوی نو دمرکز سره دپنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو سخت تاو تریخوالی پیدا شوی دی .

په نزدې وختونو کې په مرکز کې دتحریک انصاف دیو شمیر مشرانو اؤ په پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا کې دایتلافي ګوندونو دمشرانو پرضد ګڼ شمیر مقدمې درج کړل شوې دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG