واشنګټن - په ایران کې چارواکي وایي د پولیسو په قید کې د مړې شوې پیغلې مهسا امیني په هکله په پلټنو کې معلومه شوه چې هغه د وهلو ټکولو له کبله نه بلکې د ناروغتيا له کبله مړه شوې.
د ایران د صحت څانګې د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ۲۲ کلنه جينۍ په سر یا د بدن په مهمو اندامونو د ګوزارونو له کبله نه بلکې د هغه عملیات سره د تړلې درده مړه شوې چې پخوا يې ورله په مغزو کې غوټې جوړې کړې وې.
خو بل پلو بیا د امیني مور او پلار ټینګار کوي چې لور یې هیڅ ډول ناروغي نه لرله او د ایران د اخلاقي امنیت پولیسو پر ضد یې شکایت هم کړی.
په عراق کې د میرمن اميني یو خپلوان هم د فرانس پریس خبري ادارې ته ویلي چې پولیسو مهسا ته په سر سخت ګوزار ورکړی و او له همدې کبله هغه مړه شوه.
مهسا اميني چې اصلاً د ایران د کردستان اوسیدونکې وه تیره میاشت په تهران کې د اخلاقي امنیت پولیسو ونیوله چې وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او هم هغلته یې ساه ورکړه.
د اميني د وژل کیدو وروسته په ایران کې او د ایران نه بهر داسې غټې ولسې مظاهرې پيل شوې چې پدې هیواد کې دا درې کاله کیږي ساری نلري.
پولیسو او امنیتي ځواکونو همدارنګه ګڼ شمېر مظاهره چیان نیولي او د بشري حقونو د ځینو ادارو د معلوماتو له مخې تر ۱۰۰ ډیر مظاهره چیان وژل شوي هم دي.
خو د امنیتي ځواکونو لخوا د طاقت د استعمال باوجود په ایران کې ۲۲ مه ورځ ده چې خلک مظاهرې کوي.
مظاهره چیان اوس کوښښ کوي چې د نیول کیدو څخه د بچ کیدو په خاطر خپله پېژندګلو پټه وساتي او په ویډیوګانې کې خپل مخونه تتوي او ورسره ورسره “مرګ دې وي پر دیکتاتور” شعارونه ورکوي چې هدف یې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي دی.
د فرانس پریس خبري اژانس ته داسې ویډیوګانې هم رسیدلي چې میرمنې د خپلو کورونو د برنډو څخه د "میرمن، ژوند او آزادي" شعارونه ورکوي.
بلخوا د ايران عدلييې دا خبرونه هم رد کړي چې يوه بله شپاړس کلنه جينۍ سارينه اسماعيل زادې د امنيتي ځواکونو د لاسه مړه شوې ده.
د عدلييې په وېب سايټ د سرکاري وکيل د وينا مطابق ليکل شوي پلټنې ښيي اسماعيل زادې د وداني نه ټوپ وهلی او ځان وژنه يې کړې ده.
خو په اوسلو کې د ايران د بشري حقونو تنظيم ويلي د اسماعيل زادې کورنۍ د حکومتي چارواکو د سخت فشار لاندې ده چې هم د حکومت دريځ دې بيان کړي چې هغې ځان وژنه کړې ده.
تنظيم وايي د اسماعيل زادې کورنۍ وايي کله چې يې د مړې شوې جينۍ د وجود جاج واخست نو معلومه شوه د هغې په بدن او مخ ځای په ځای زخمونه وو او د وهلو ټکولو د لاسه يې د تندي ښی اړخ بېخي مات رامات شوی و.
د روانو احتجاجونو له کبله ايران په سوشل ميډيا په خاصه توګه انسټاګرام او وټس ايپ بندېز لګولی او په غټه کچه يې د خلکو په نيولو لاس پورې کړي دي.
ياد تنظيم دعوه کړې چې کم نه کم 92 تنه تر اوسه په مظاهرو کې وژل شوي او دا شان يويشت ايراني تنظيمونو چې د بشري حقونو د پاره کار کوي د امريکا د ولسمشر جو بايډن نه غوښتنه کړې چې د نورو ذمه وارو ايراني چارواکو خلاف دې هم ګامونه واخلي.
امريکا د ايران په اوو لوړپوړو چارواکو اقتصادي بندېزونه لګولي چې امريکا ګڼي د وژل شوې مهسا اميني د پاره په احتجاج کونکو يې زور زياتی کړی او انټر نټ يې تړلی.