لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چلاس:وسله والې ډلې دخپلو غوښتنو لپاره صوبایي وزیر اؤ سېلانیان له ایسارولو وروسته خوشې کړي


دګلکت بلتستان په چلاس سیمه کې ځايي وسله والې ډلې د خپلو غوښتنو دپاره دسړک تړلو وروسته يو صوبايي وزير او سيلانيان ايسار کړي او بيا یې خوشې کړې دي ۔

د سيمې د اوسيدونکو په وېنا ددغه وسله والې ډلې غړي د جمعې په ورځ چلاس مرکزي بازار څخه د لسو کلوميټرو په واټن مرکزي سړک ته رارسېدلي وو او دخپلو غوښتنو دپاره يې وسله په لاس احتجاج روان کړی و چې په دغه مهال دګلګت بلتستان سينير صوبايي وزير عبېدالله بېګ د دوئ خوا ته ورسېدو څوک چې داسلام اباد څخه ګلګت ته په سفر و ۔

د ځايي سرچينو تر مخه وسله والې ډلې عبېدالله بېګ او په سفر روان سېلانيان هم ايسار کړل او وي ويل چې ددوي تر غوښتنو منلو به څوک هم له دغه ځايه خوځېدو ته نه پرې ږدي ۔

دچلاس يو ځايي خبريال شهاب الدين غوري وي او ای ډيوه ته ددغه صورتحال په اړه ووېل ”دا ځائ د چلاس بازار څخه لس، دولس کلوميټره لرې دی ، وسله وال چې په سيمه کې د "مجاهدين ګلګت بلتستان يا طالبان ګلګت بلتستان" په نامه پېژندل کيږي دغلته ټوپکو په لاس راغونډ شوي وو ۔ ددوي شمېره تر ٩٠ وه او چاته يې هم اجازه نه ورکوله چې په سړک حرکت وکړي ۔

شهاب الدين غوري زياته کړه ، انتظاميې او پوليسو د تانګير او دارېل څخه مذهبي عالمان راغوښتي وو ترڅو دغو وسله والو سره مذاکرات وکړي ۔

هغه وایي دغه عالمان د شپې ناوخته راورسېدل او بيا تر سهار څلورو بجو اوږده مذاکرات روان وو چې ددې وروسته په څلور نيمو بجو خوا اوشا سړک پرانستی شو ۔

د ګلګت بلتستان ځايي حکومتي اوانتظامي چارواکو سره د اړيکې نیولو دپاره چې وي او ای ډيوه د پېغامونو اوټيلي فون د لارې په صورتحال د معلوماتو ترلاسه کولو هڅه هم وکړه خو چا هم په دغه موضوع څه ونه ويل.

په ټولنيزو رسنيو خپره شوې يوه وېډيو کې ليدل کيږي چې د يادې وسله والې ډلې کمانډر حبيب الرحمان ټوپک په لاس ولاړ دی او ځايي ژبه کې خپلې غوښتنې يادوي ۔

د ځايي سرچينو ترمخه د وسله والې ډلې دغوښتنو په اړه لس ورځې مهلت غوښتل شوی خو دغه غوښتنې څه دي ؟ په دې هکله حکومت څه نه دي ويلي ۔

په ٢٠١٣م کال کې په نانګا پربت کې د لسو بهرنیو غره ختونکو د وژنې په تور او د ترهګرۍ ځېنو نورو پېښو کې دلاس لرنې په تور د يادې وسله والې ډلې تر لسو پورې غړي نيول شوي هم دي چې په دغو کې کمانډر حبيب الرحمان د نيول کېدو وروسته ٢٠١٥م کال کې د ګلګت د زندان څخه تښتېدلی ۔

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG