لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:امن ته لیواله یو خو دا لیوالتیا باید زمونږ کمزوري ونه ګڼل شي


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه وایي پاکستان ګاونډیو هیوادونو سره غوره اړیکې اؤ دټولو ستونزو سوله ییزه هواری غواړي خو هغه واضحه کړې ده چې "زمونږ دامن لیوالتیا باید هیڅوک زمونږ کمزوري ونه ګڼي"

پوځي سرلښکر ویلي دهیواد پوځونه دخپلې خاورې دیو،یو لیشت حفاظت ته هر وخت چمتو ولاړ دي"دهیواد سرحدونه په پیاوړو لاسونو کې دي اؤ مونږ به هیچاته دخپل ملک دکمزوري کولو اجازه ورنکړو"

دخالي په ورځ دخېبر پښتونخوا دایبټ اباد سیمې په کاکول پوځي اکیډمې کې دپوځ دسلامۍ دستورې ته ښاغلي باجوه دا وینا په داسې حال کې کړې ده چې په نزدې وختونو کې یو وارې بیا په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې د وسله والو طالبانو دبیا راپورته کیدو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

په عین حال کې دپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو دفعالیتونو پرضد داحتجاجونو لړۍ هم روانه ده

جنرال باجوه ویلي پاکستان ته دترهګرۍ نه دنجات ورکولو لپاره پوځ درنې قربانۍ ورکړې دي اؤ د ولس په ملاتړ اؤ باور یې دترهګرۍ پرضد جګړه کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.

هغه پوځیانو د وینا په مهال دعوه کړې ده چې پوځ پاکستان نه دمنظمې ترهګرۍ نوغی ویستی اؤ ویلي یې دي دا داسې کامیابي ده چې ګڼ شمیر هیوادونه یا پوځونه یې دعوه نه شي کولی.

دپاکستان پوځ تر دې وړاندې هم وخت په وخت دعوې کړې دي چې هیواد نه یې دمنظمې ترهګرۍ نوغی ویستی دی خو ددې دعوؤ په څنګ کې دپاکستان دننه په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ هم دوامداره ده.

اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په هکله دخپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په تازه رپورټ کې ويل شوي چې یوازې دتیر ستمبر میاشت کې قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه راغلې ده.

دغه رپورټ کې ویل‌شوي چې تېره میاشت ستمبر کې ټول هېواد کې 42 ترهګریز برېدونه شوي چې د24امنیتي سرتېرو په ګډون پکې 40کسان وژل شوي دي.

جنرال قمرجاوید باجوه ویلي" مونږ ته کوټلې هڅې کول پکار دي چې د اور شغلې باید دخپلې سیمې نه لرې وساتو"

دهغه په وینا" مونږ ته به یوه لاره خپلول اؤ دخپل منځي معاملو په سوله ییز ډول دهواري له لارې امن ته موقعه ورکول وي،دیو بل سره دجګړو پځائ به راته په ګډه د ولږې، بې وزلۍ اؤ جهالت سره مقابله کول وي"

پوځي سرلښکر زیاته کړې "دنیا بدله شوې ده اؤ مونږ ته هم بدلیدل وي ګنې د اسټیټس کو قیمت به مونږ ټولو ته پرېکول وي"

د ولږې اؤ جهالت سره دجګړې دا خبره جنرال باجوه په داسې حال کې کړې ده داسټاک هوم انټرنیشنل پیس ریسرچ انسټي ټيوټ په یو رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان دنړۍ هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې دخپل کلیز بجټ زیاتې پیسې بهر نه د وسلو په راغوښتلو مصرفوي.

څېړونکي وایي هند اؤ پاکستان دواړه دخپل منځي لانجو له امله هغه هیوادونو کې شمیر دي چې دخپل بجټ لویه برخه د وسلو په اخستو مصرفوي خو که دکشمیر دلانجې څه هواری را اوځي نو دا دواړه هیوادونه د وسلو په اخستو مصرفونکې پیسې دخپلو اولسونو په ښېګړه اؤ پرمختیا مصرفولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG