لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:ټي ټي پي سره مذاکراتو کې له ځنډ وروسته دپاکستان نه بله جرګه کابل ته تللی شي


څيړونکي وايي دپاکستان دحکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمېنځ مذاکرات د ځنډ ښکار دي خو په نزديو کې امکان لري چې د پاکستان د حکومت د اړخه يوه بله جرګه افغانستان ته لاړه شي۔

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو او دتحريک طالبان پاکستان له لوري په يو بل بريدونه سېوا شوي دي۔

څيړونکي او خبريال مشتاق يوسفزئ وايي د دوي د معلوماتو ترمخه د پاکستان حکومت يوه بله جرګه افغانستان ته ليږي چې د ټي ټي پي سره خبرې مخ په وړاندې بوځي۔

دهغه وینا ده"د ترلاسه شوو معلوماتو ترمخه په نزديو کې امکان دی چې د مشرانو يوه جرګه افغانستان ته لاړه شي او د ټي ټي پي سره خبرې په وړاندې بوځي"

د پاکستان حکومتي چارواکو ويلي چې د تېر کال د اکتوبر د مياشتې راهسې د تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات روان دي، بيا د مئ او جون مياشتو کې د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن دمشرانو دوه جرګې افغانستان تلې وې او بيا د نامعلومه وخته پورې د ډزبندۍ اعلان وشو۔

د ستمبر دويمې نېټې پورې تحريک طالبان پاکستان د کوم بريد ذمه واري نه منله خو له هغې وروسته یې د يو شمېر بريدونو ذمه وارۍ منلې دي۔

د دواړو خواؤ د بريدونو له دعوو وروسته هم کوم فريق د ډز بندۍ يا مذاکراتو دختمولو نه دی کړی.

په تېرو جرګو کې شاملو دوو مشرانو وي او ای ډيوه ته کابل ته د جرګې د تګ پخلی يا ترديد ونه کړو خو وي ويل چې د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلا کار بريسټر محمد علي سېف کابل ته ددې جرګې دتګ تصديق يا تريد کولی شي.

خو بريسټر محمد علي سېف په دې اړه د ډيوه لخوا په وټس اېپ ليږل شوي پېغام ته هیڅ جواب هم نه دی ويلی۔

خبريال حق نواز خان وايي د بريدونو زياتيدو سره د مذاکراتو عمل ګران شوی دی۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي "په دې وروستيو کې د پاکستان د امنيتي ادارو لخوا د وسله والو په ضد د عملياتو دعوې شوي دي او ټي ټي پي هم د ګڼ شمېر بريدونو ذمه وارۍ منلي، دې نه ښکاري چې ډزبندي په عملي توګه ختمه شوې ده"

په خېبر پښتونخوا کې د وسله والو دعملياتو زياتېدو او د دوي په بېلا بېلو سيمو کې له ليدل کیدو وروسته په سوات، دير، بونېر، قبایلي ضلعو او پېښور کې د بدامنۍ په ضد احتجاجي مظاهرې او جرګې شوي دي، چې ګډونوال پکې د امن غوښتنه کوي او وايي د امن راوستل د رياست ذمه واري ده او پکار ده چې د روانې بدامنۍ مخه ونيول شي۔

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د جمعې په ورځ په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د ترهګرۍ په زياتېدونکو پېښو اندېښنه څرګنده شوې او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)سره د مذاکراتو د احوال غوښتنه شوې ده.

دا بحث په داسې حال کې شوی چې په دې وروستيو کې د کورنيو چارو وزارت د ټي ټي پي لخوا د بريدونو سېوا کېدو د خبرداري اعلامیه خپره کړې ده

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG