لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې خپلو وګړو ته دپاکستان ځېنو برخو ته دسفر نه کولو لارښوونه کړې ده


امریکا د ترهګرۍ او فرقه ايز تشدد د اندېښنو له کبله خپلو وګړو ته د پاکستان د خېبرپښتونخوا ،بلوچستان او د پنجاب ځینو سېمو ته د سفر نه کولو لارښوونه کړې ده.

د امریکا د خارجه چارو محکمې دا سفري لارښوونه په داسې حال کې کړې چې په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزارت هم په هېواد کې د پاکستاني طالبانو دتحریک لخوا د ترهګرو برېدونو سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې او په دې اړوند یې د ټول هېواد لپاره د خبرداري اعلاميه جارى کړې ده.

څېړونکي وايي د امريکا دا ګام به د وړاندې څخه د ګډوډي ښکار د پاکستان اقتصاد ته يو بله ضربه ورکړي او د سېلګرې سره تړلي صنعت ته به هم زيان ورسوي.

امریکا خپلو وګړو ته د پاکستان د ځینو سيمو د سفر نه کولو دا مشوره په داسې حال کې ورکړې ده چې تېره ورځ د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ په شمالي سيمه ګلګت بلتستان کې يوې ځايي وسله والې ډلې د خپلو غوښتنو دپاره د سړک تړلو وروسته يو ځاي صوبايي وزیر او سېلانيان ايسار کړي وو چې بيا وروسته خوشې کړل شول.

په دې سفري هدایت نامه کې د امریکا د بهرنیو چارو محکمې خپلو وګړو ته ویلي چي هغوي دې خېبرپښتونخوا، بلوچستان او قبايلي ضلعو ته د سفر کولو څخه ډډه وکړي ولې چې په دغو سيمو کې د ترهګرۍ او تښتونې پېښې زیاتیدای شي.

د ترهګرۍ په چارو نظر لرونکي څېړنکار او د پېښور پوهنتون د ژورنلزم د څانګې استاد سيد عرفان اشرف ډيوه ته وايي دا سفري هدايت نامه به د پاکستان په اړه نړۍ ته پېغام ورکړي چې پاکستان د بهرنيانو لپاره خوندي هېواد نه دی.

هغه وايي دا به د وړاندې څخه د ستونزو ښکار د پاکستان اقتصاد ته نقصان ورسوي.

نوموړي وويل هرکله چې يو رياست خپلو خلکو ته تحفظ نه ورکوي او تګلارې یې چې ترهګرې ته وده ورکوي نو بيا د نړۍ نور هېوادونه هم په خپلو خلكو ويرېږي.

"مونږ دا وېره هم لرو چې د امریکا نه وروسته به نور غربي هېوادونه هم خپل وګړي پاکستان ته سفر کولو څخه ایسار کړي"

دامریکا له لوري په دې سفري لارښونه کې خپلو وګړو ته د پاکستان او هند ترمنځ دکشمیر د ویشونکې پولې یا لاین اف کڼټرول شاوخوا سيمو ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی شوی او ویل شوي چې په پوله د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ د ګوله بارې خطر دی.

په دې سفري سپارښتنه کې ویل شوي چې ترهګر د امدو رفت مرکزونه، بازارونه، دفاعي تنصيبات، کالجونه، سکولونه او د سېلګرۍ او عبادت ځايونه په نخښه کولی شي.

تېره اوونۍاسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو خپلواکه څېړنيز ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل وروستي راپور کې وېلي وو چې د پاکستاني طالبانو دتحریک لخوا د ډزبندۍ د ختمولو د اعلان پرته د بريدونو پېلېدو سره د هېواد امنیتي وضعیت خراب شوی.

په رپورټ کې ویل شوي چې د تېر ستمبر په مياشت کې قبايلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه راغلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG