لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:حسن خیل سب ډويژن کې د طالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد دامن لاریون شوی


دپېښور سره نزدې په حسن خیل سب ډویژن کې په لسګونو ځایي خلک،دسیاسي ګوندونو اؤ پي ټي ایم فعالان په سیمه کې د وسله والو دفعالیتونو اؤ دامنیتي ځواکونو له لوري دبېګناه خلکو دتنګولو پرضد احتجاجي لاریون یې کړی اؤ شعارونه یې ورکړي دي چې دوي پخپله خاوره امن غواړي.

دایف ار پېښور په نوم دا پخوانۍ نیمه قبایلي سیمه چې دانضمام نه وروسته دحسن خیل سب ډويژن په نوم یادیږي،دطالبانو د زیات اثر لاندې وه اؤ دسیمې اوسیدونکي وایي دوئ په تېرو وختونو کې هم دتندلاریتوب له اغېزو په لویه کچه اغېزمن شوي وؤ اؤ ترننه دسیمې ګڼ خلک دبې کورۍ په ژوند کولو مجبور دي ځکه نو یو ځل بیا دلته دټوپکو اؤ وسلو پځائ د امن په پلوۍ ولاړ دي.

دسیمې سره تړاؤ لرونکي وایي چې دطالبانو په تېره دوره کې هم د دوي له کورونو ګڼ شمیر خلک پورته کړل شوي دي چې تر اوسه بې درکه دي اؤ ګڼ نور په کراچۍ اؤ دملک په نورو بیلابیلو برخو کې له کړاؤنو ډک ژوند تیروي.

دسیمې یو تن اوسیدونکي دنوم نه اخستو په شرط وي او ای ډیوه ته ویلي چې په نزدې وختونو کې یو وارې بیا په دې سیمه کې ځاي په ځاي دطالب وسله والو فعالیتونه لیدل شوي اؤ دې دسیمې خلک داندېښنو سره مخ کړي دي.

هغه وایي ننی احتجاجي لاریون دسیمې اوسیدونکو ددې اندېښنې په اساس راجوړ کړی ؤ چې که دطالبانو له کبله یو وارې بیا په سیمه کې دتېر په څېر حالات رامنځته کیږي ،نو دوي ددغسې حالاتو نه امن اؤ نجات غواړي.

داتوار په ورځ ترسره شوی دامن لاریون دحسن خیل سب ډویژن دفقیره بڼ نومې سیمې نه پیل شوی ؤ اؤ دلاریون برخه په بیلابیلو لارو له تېریدو وروسته تر حمید خان مشن ورسیدل .

له دغه ځایه بیا دلاریون برخه وال تر نواب ګټ اؤ پاڅنو ګټ پورې روان وؤ، په لاسونو کې یې بینرې نیولې وې اؤ شعارونه یې ورکول چې "مونږ پخپله خاوره امن غواړو"

دسیمې سره تړاؤ لرونکی یو ستر پښتون دانشور اؤ لیکوال قیصر اپریدی چې دا مهال په کراچۍ کې ژوند کوي ، وي او ای ډیوه ته وایي که په حقیقت کې وګورو ددې خلکو غږ د وزیرستان،باجوړ،سوات،دیر یا خیبر دخلکو نه مختلف نه دی اؤ دا ښایي چې پښتانه که دهرې سیمې دي نور له جکړو اؤ ټوپک نه تنګ شوي اؤ‌ پخپله خاوره امن غواړي.

ښاغلي قیصر اپریدی وایي طالبانا یزیشن چې څنګه دپښتونخوا په نورو سیمو مسلط شوی ؤ دغسې په دې سیمه کې هم مسلط شوی دی اؤ دپښتونخوا نور خلک چې په دې لړ کې له کومو ترخو تجربو راتیر شوي دي نو ددغسې ترخو تجربو سره دحسن خیلو خلک هم مخ شوي دي.

هغه زیاتوي دپښتونخوا دنورو سیمو دخلکو په څېر اوس دحسن خیل سب ډویژن دخلکو دصبر جام ډک شوی دی اؤ دوي یو وارې بیا هغه ترخې تجربې په ځان ازمایل نه غواړي .

هغه وایي وړاندې تر دې چې دیادې سیمې حالات لکه د مخکې پشان بیا خراب شي دسیمې خلک نن لارو کوڅو ته دامن په پلوۍ راوتلي اؤ دا پیغام یې ورکړو چې که هرڅوک، وسله وال،پوځ،حکومت یا استخباراتي کړۍ ددې وضعیت د رامنځته کیدو ذمه وار وي نو باید چې هغوي دسیمې دخلکو په مزاج ځان پوهه کړي اؤ ددې صورتحال په وخت مخه ونیسي.

تر دې وړاندې په سوات، دیر،باجوړ،خیبر، وزیرستان اؤ دصوبې په نورو برخو کې هم په نزدې وختونو کې په زرګونو خلک دطالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد راولاړ شوي اؤ احتجاجي لاریونونه یې کړي دي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر پخپلو وروستیو څرګندونو کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو خبره افواه بللې وه خو اوړمه ورځ دکورنیو چارو وزارت پخپله هم خبرداری ورکړی ؤ چې دطالبانو بریدونو کې یو وارې بیا اضافه کیدای شي .

دا په داسې حال کې ده چې په نزدې ورځو کې دپاکستان په امنیتي ځواکونو دترسره شوؤ یو شمیر بریدونو پړه دطالبانو تحریک پغاړه اخستې اؤ په دې بریدونو کې ګڼ شمیر عسکر هم وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG