لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات: د سکول د ماشومانو په ګاډي ډزې شوي، ډرايور پکې وژل شوی يو ماشوم ژوبل


د خېبرپښتونخوا په سوات کې د سکول د ماشومانو په ګاډي ډزې شوي، د پولیسو په وېنا په ډزو کې د ګاډي ډرايور وژل شوی او يو ماشوم ژوبل شوی دی.

دا پېښه نن د ګل/ دوشنبې [لسم اکتوبر] په سهار شوې ده.

د سوات د چارباغ پولیس تاڼې يو چارواکي [واحدعلي اسټنټ محرر] وي او اې ډیوه سره په خبرو کې تاييد کړه، "په سوزوکي ګاډي کې د سکول ماشومان وړل کېده، په موټر سايکل ورته تن ولاړ وو، ډزې يې پرې کړي چې پکې ډرايور حسېن احمد وژل شوی او يو ماشوم چې د چترال دی 11 کلن معلوميږي هغه پکې ژوبل شوی دی".

نوموړي ويل "افسران او نوره نفري موقعې ته رسېدلې، د پېښې پلټنې کوي او ټول معلومات ترلاسه کوي".

په سوات کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 وياندې شفيقه ګل وي او اې ډيوه سره په شریک کړي خبر کې ويلي، د پېښې په خبر ترلاسه کېدو د دوی امدادي ټيم موقعې ته رسېدلې، ژوبل ماشوم او د ډرايور جسد يې د خوازه خېلې روغتون ته منتقل کړي دي.

په سوات کې دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې په سوات کې دوه ورځې وړاندې د [سي ټي ډي] پوليسو لخوا ويل شوي وو، د سي ټي ډي، ځايي پوليسو او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] دوه مطلوب ترهګر انيس، او علي سيد چې پلار او زوی دي، وژل شوي وو.

د سي ټي ډي پوليسو خبر پاڼه په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده.

خو د وژل شوو کسانو کورنۍ دعوه کړې دغه پېښه د پېسو په لېن دېن شوې، د وژل شوو کسانو تعلق د ټي ټي پي سره نه وو، او پرون د وژل شوو کسانو د جسدونو سره يې احتجاج هم کړی دی.

په سوات کې دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې د اګست د میاشتې راهسې په سوات کې د وسله والو ليدو خبرونه مخې ته راغلي او بيا تيره میاشت په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې په دوېمه ورځ په يوه بله پېښه کې د پخوانۍ امن کمېټۍ غړی وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

بل لور ته د اګست د میاشتې راهسې په سوات او د خېبرپښتونخوا په نورو برخو کې د بدامنۍ او وسله والو فعالیتونو په ضد او امن دپاره پرله پسې مظاهرې روانې دي.

تېره میاشت د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو، دا ويل چې سوات ته بيرته ترهګر راتلل پېل شوي، دغه خبرې ته يې افواه ويلې وه.

خو د اګست په مياشت کې پوځ په خپله منلې وه چې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې د افغانستان نه ځینې وسله وال بيرته راغلي او بيا د خېبرپښتونخوا د تحريک انصاف د حکومت يو وزير شوکت يوسفزي هم وي او اې ډیوه سره په خبرو کې منلې وه چې ترهګري په صوبه کې ختمه نه ده خو پوليس او امنيتي ځواکونه يې مخنیوی کوي او حالات په قابو کې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG