لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: په پروني بريد کې د وژل شوي ډرايور د جسد سره احتجاج دوام لري


د سوات په ګلي باغ کې احتجاج روان دی
د سوات په ګلي باغ کې احتجاج روان دی

د خېبرپښتونخوا په سوات کې چې پرون د سکول د ماشومانو په ګاډي بريد شوی، د ګاډي ډرايور وژل شوی او يو ماشوم پکې ژوبل شوی وو، د پېښې په ضد د ډرايو د جسد سره احتجاج پېل کړی شوی، کوم چې تراوسه روان دی.

د سوات د پولیسو په وېنا دغه پېښه د چارباغ علاقې په ګلي باغ کې پرون د ګل/دوشنبې [10 اکتوبر] په سهار هغه وخت شوې چې ګاډی سکول ته روان وو ماشومان پکې وو.

د پوليسو په وېنا د لومړو معلوماتو ترمخه په بريد کې ډرايور هدف وو او چا د دغه پېښې زمه واري نه ده منلې.

د چارباغ پوليس تاڼې يو چارواکي [اسټنټ محرر واحد علي] وي او اې ډيوه ته وويل، چې د پرونۍ پېښې مقدمه د نامعلومه کسانو پرضد درج کړی شوې او پلټنې روانې دي څوک پکې تراوسه نه دي نيول شوي.

بل لور ته په احتجاج ناست خلک وايي، دوی انصاف غواړي چې قاتلان دې ونيول شي او د قانون منګولو ته دې راوستل شي.

د یادې پېښې په ضد نن د سوات د شخصي سکولونو اتحاديې هم احتجاجا سکولونه بند کړي دي.

د شخصي سکولونو د اتحاديې مشر ثواب خان وي او اې ډيوه ته وويل، په سوات کې ټول 1300 شخصي سکولونه دي چې پکې زياتره سکولونه د هلکانو او جينکو ګډ دي او په دې کې د پينځه نيم لکه پورې ماشومان دي او د 100 پورې پکې شخصي کالجونه هم دي.

هغه وويل دوی د امن غوښتنې دپاره سکولونه بند کړي دي، چې امن وي سکولونه به چليږي څوک هم خپل ماشوم په بدامنۍ کې سکول ته نه ليږي.

په سوات کې د وړاندې نه نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [11 اکتوبر] په نشاط چوک کې د امن دپاره او بدامنۍ ضد احتجاج اعلان شوی وو.

په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] ادريس باچا چې د غورځنګ د صوبې مشر دی، وي او اې ډیوه ته وویل، چې نن په نشاط چوک کې د امن د غوښتنې دپاره ولس راټوليږي او د پي ټي اېم مشر منظور پشتين به هم په دغه احتجاج کې ګډون کوي.

منظور پشتين په ټويټر هم ويلي چې هغه به نن د نشاظ چوک احتجاج ته ځي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان هم ویلي د نشاط چوک نني احتجاج ته به ځي.

په سوات کې ياد احتجاج په اتم اکتوبر په اينګرو ډېرۍ علاقه کې د عملیاتو وروسته اعلان شوی وو، د دغو عملياتو په اړه د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي يوليسو ویلي وو، چې د پوليس او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې دوه تنه چې تعلق يې د تحریک طالبان پاکستان سره وو، وژل شوي وو.

خو د وژل شوو کسانو کورنۍ ويلي وو دغه کسان د پېسو د لېن دېن په سر وژل شوي د تحريک طالبان پاکستان سره یې هيڅ تعلق نه وو.

په سوات کې دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې د اګست د میاشتې راهسې په سوات کې د وسله والو ليدو خبرونه مخې ته راغلي او بيا تيره میاشت په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې په دوېمه ورځ په يوه بله پېښه کې د پخوانۍ امن کمېټۍ غړی وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

بل لور ته د اګست د میاشتې راهسې په سوات او د خېبرپښتونخوا په نورو برخو کې د بدامنۍ او وسله والو فعالیتونو په ضد او امن دپاره پرله پسې مظاهرې روانې دي.

تېره میاشت د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو، دا ويل چې سوات ته بيرته ترهګر راتلل پېل شوي، دغه خبرې ته يې افواه ويلې وه.

خو د اګست په مياشت کې پوځ په خپله منلې وه چې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې د افغانستان نه ځینې وسله وال بيرته راغلي او بيا د خېبرپښتونخوا د تحريک انصاف د حکومت يو وزير شوکت يوسفزي هم وي او اې ډیوه سره په خبرو کې منلې وه چې ترهګري په صوبه کې ختمه نه ده خو پوليس او امنيتي ځواکونه يې مخنیوی کوي او حالات په قابو کې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG