لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: مرکزي تحقيقاتي ادارې د عمران خان پرضد د ممنوعه فنډنګ مقدمه درج کړې


د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان او د ده د ګوند د نورو مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې الېکشن کمېشن ته یې جعلي حلف نامه جمع کړې وه.

په دوېم اګست د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف [پي ټي ايي] ګوند د ممنوعه فنډونو په اړه فېصله اورولې او ویلي يې وو، چې تحریک انصاف ګوند ممنوعه فنډونه ترلاسه کړي، او ګوند ته يې شوکاز نوټس ورکړی وو.

په فېصله کې ويل شوي وو چې پي ټي ايي د 34 بهر ملکيانو نه فنډونه ترلاسه کړي دي، اته اکاونټونه يې ښکاره کړي او 13 اکاونټونه يې پټ کړي دي، او په فېصله کې د ځینو ملکونو او کمپنيانو نومونه هم ښودل شوي چې پېسې ترې ترلاسه کړی شوي دي.

الېکشن کمېشن په خپله فېصله کې ويلي وو، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دروغجن سرټيفيکېټ يا اسناد جمع کړي دي.

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه اېف ايي اې د عمران خان او تحریک انصاف ګوند د نورو 11 مشرانو پرضد مقدمې د روانې مياشتې په پينځمه نېټه په کراچۍ او لاهور کې جوړې کړی شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند عثمان ډار ويلي،

"د مذهب د سپکاوي، ترهګرۍ، توشه خانې وروسته اوس د ممنوعه فنډګ مقدمه، ټول رياستي نظام د عمران خان پرضد د انتقامي کارروايانو دپاره لګول شوی، مقصد يواځې عمران خان د نظام نه بهر کول دي، په 16 اکتوبر به ولس وښايي چې د نظام سره دی که د عمران سره".

په 16 اکتوبر د قومي اسمبلۍ په نهه حلقو ضمني انتخابات ټاکل شوي او عمران خان په خپله په دغو نهه واړو حلقو امېدوار دی.

خو بل لور ته حکومتي واکمنه مسلم ليګ ن ګوند عمران خان تل د بهرني فنډډ سره د فتنې په نوم يادوي او په وروستيو کې د ياد ګوند يوې مشرې مريم نواز ويلي وو هغه په خپله حېرانه ده چې حکومت يې عمران خان ولې نه نيسي.

بل لور ته د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله بيا بيا تکراروي چې عمران خان دې په اسلام اباد راوخيژي پرضد به یې سخته کارروايي کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG