لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الېکشن کمېشن ويلي، ضمني انتخابات به په 16 اکتوبر کيږي


د پاکستان الېکشن کمېشن ويلي، د کورمې د قومي اسمبلۍ د حلقې نه علاوه په نورو قومي او صوبايي اسمبلۍ په حلقو به ضمني انتخابات په 16 اکتوبر کيږي.

الېکشن کمېشن دا اعلان په داسې حال کې کړی چې د کورنیو چارو وزارت په 7 اکتوبر الېکشن کمېشن ته خط ليکلی وو چې د باوري استخباراتي ادارو خبر دی چې يو سياسي ګوند د 12 نه تر 17 اکتوبر پورې د اسلام اباد نه ګېره اچوي او د هغې دپاره پوځ او پوليس په ځای کولی شي. او بل لور ته پوځ او نورې ادارې د سېلاب ځپلو په مرستو کې بوخت دي ځکه د 90 ورځو دپاره دې انتخابات وروسته کړی شي.

دا خط په داسې حال کې ليکل شوی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بيا بيا اسلام اباد ته د لاريون خبره کوي خو نېټه يې تراوسه نه ده اعلان کړې.

او د کورنيو چارو د وزارت لخوا الېکشن کمېشن ته د خط ليکلو وروسته عوامي نيشنل ګوند مرکزي حکومت ته پېغام ورکړی وو که ضمني انتخابات نور وځنډول شو عوامي نيشنل ګوند به حکومتي ايتلاف پرېږدي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان د چارسدې د حلقې نه امېدوار دی.

د الېکشن کمېشن ترمخه د چيف الېکشن کمېشنر سکندر راجه سلطان په مشرۍ پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [11 ستمبر] غونډه شوې چې پکې د الېکشن کمېشن د چارواکو نه علاوه سيکرټري داخله، دفاع او چيف سيکرټري، د خېبرپښتونخوا، پنجاب او سيند پوليس مشرانو ګډون کړی دی.

ويل شوي چارواکو او د امنيتي ادارو مشرانو په انتخاباتو کې د امنيتي ډيوټۍ په اړه احوال وړاندې او له دغې وروسته الېکشن کمېشن فېصله کړې چې په کورمه کې د امنيت وضع ښه نه ده، د کورمې د قومي اسمبلۍ د څوکۍ نه علاوه په ټولو قومي او صوبايي اسمبلۍ په حلقو به انتخابات په ټاکلې نېټه 16 اکتوبر کولی شي.

الېکشن کمېشن ويلي، د کورمې په اېن اې 45 به د ضمني انتخاباتو دپاره نېټه وروسته اعلان کړی شي، ورسره یې ویلي د کراچۍ ډويژن په ټولو ضلعو کې به د بلدياتي انتخاباتو دوېم پړاو هم په خپله ټاکلې نېټه 23 اکتوبر کولی شي.

په يادو حلقو کې چې په 16 اکتوبر پکې ضمني انتخابات اعلان شوي د خېبرپښتونخوا اېن اې 22 مردان 3، اېن اې 24 چارسده 2، اېن اې 31 پېښور5 شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG