لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيند: په نوري اباد کې په بس اوور لګېدلی لږ تر لږه 16 تنه پکې مړه شوي


د پاکستان د سيند صوبې په نوري اباد سيمه کې د مسافرو په يو بس [کوچ] اوور لګېدلی چې له امله يې په بس کې سورو کسانو کې لږ تر لږه 16 کسان مړه شوي دي.

دا پېښه تيره شپه د کراچۍ ښار نه خواوشا 100 کلوميټره په موټر وی د پاسه شوې ده.

د پېښې په اړه چارواکو مطبوعاتو ته ويلي، دا بس د کراچۍ نه د سيند صوبې خېرپور ناتهن شاه علاقې ته روان وو.

ځینې راپورونه وايي په بس کې سواره کسان د سېلابونو نه اغېرمن خلک وو چې کراچۍ ته راغلي او بیرته ستنېده خو چارواکي وايي د دې تاييد لا نه شي کولی.

د جامشورو د مرستیال کمشنر په پېښه کې د مړينو تاييد کړی چې په پېښه کې زیاتره ماشومان مړه شوي دي.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجېل مېمن ویلي، د لومړو معلوماتو ترمخه د بس په اييرکنډيشن کې اوور لګېدلی او خور شوی دی.

وزيراعلا سيند مراد علي په بس کې د مسافرو په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او د پېښې په اړه يې رپورټ غوښتی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم په پېښه کې په مړينو د خفګان څرګندونه کړې ده.

پاکستان کې اکثره دغه ډول پېښې کيږي اکثره د ټکر له امله په ګاډو اورونه لګي او مرګ ژوبلې اړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG