لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ په سيند صوبه کې سېلاب ځپلو ته ورغلې، سوات ته لاړه نه شوه


د تعلیم نړيوالې مبارزې نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ د پاکستان سفر کړی، په سيند صوبه کې سېلاب ځپلو سيمو ته ورغلې د خلکو سره یې ليدلي خو خپلې پلارنۍ علاقې سوات ته نه ده تللې.

د ملاله يوسفزۍ سره یې پلار ضیا الدين يوسفزی او د کورنۍ غړي هم د پاکستان په سفر وو. ضيا الدين يوسفزۍ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوی بيرته روان شوي دي.

ملاله يوسفزۍ او پلار يې د کورنۍ سره د لسم او 11 اکتوبر په مینځنۍ شپه کې کراچۍ ته رسېدلي وو.

يوسفزۍ په داسې حال کې د پاکستان سفر کړی چې د هغې د راتګ نه یوه ورځې وړاندې د هغې په خپله پلارنۍ علاقه سوات کې د سکول د ماشومانو په ګاډي وسله وال بريد شوی، د ګاډي ډرايور پکې وژل شوی او يو ماشوم پکې ژوبل شوی وو.

د يادې پېښې او سوات کې د بدامنۍ په ضد په غټه کچه احتجاجي مظاهرې شوي او د امن غوښتنه شوې ده.

لس کاله وړاندې په سوات کې په خپله د ملاله يوسفزۍ په ګاډي طالبانو بريد کړی او هغه پکې ژوبل شوې وه.

په سوات کې د تازه وسله والو راښکاره کېدو او پېښو کېدو په وخت چې ملاله يوسفزۍ پاکستان ته راغلې په ځانګړي ډول د سوات خلکو ويلي وو تمه لري چې ملاله يوسفزۍ به خپلې پلارنۍ علاقې ته لاړه شي او د پاکستاني واکمنو سره به د سوات او خېبرپښتونخوا د امنيت په سر خبره وکړي.

ملاله يوسفزۍ له دې وړاندې د 2018 د مارچ په مياشت کې پاکستان کې راغلې وه. دغه د هغې د کال 2012 وروسته د پاکستان لومړی سفر وو. د کال 2012 په نهم اکتوبر په ملاله يوسفزۍ په سوات کې هغه وخت طالبانو بريد کړی وو چې کله هغه د نورو جينکو سره په ګاډي کې د سکول نه کور ته روانه وه.

د ژوبلېدو وروسته د هغې لومړۍ درملنه په پاکستان کې شوې او بيا برتانیې ته منتقل کړی شوې وه. د ملالې اوسنی سفر د کال 2012 وروسته د پاکستان دوېم سفر دی.

ټولنيز فعال عثمان ولسيار وايي، د ملاله يوسفزۍ د سوات سفر ډېر ضروري وو ځکه چې هغه د دې خاورې بچی دی، خو هغه خپل کور ته نه شي ورتلی نو دا دا ندېښنې وړ خبره ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پکار ده چې دوی سوات ته راغلی وی او دوی به غوښتل هم چې خپلې علاقې ته لاړ شي خو زما خيال دا دی چې هغوی په دې حواله اختيارمند نه وو. امنيتي ادارو به هغه شان تحفظ نه شو ورکولی".

خو ضيا الدين يوسفزي وايي، "دا ځل مونږ د سيند سېلاب ځپلو خلکو سره ليدو له راغلي وو".

ملاله فنډ په خپله وېب پاڼه د ملاله يوسفزۍ د سفر په اړه ويلي، چې د ملاله فنډ شريک باني ملاله او ضيا الدين يوسفزي تېر دوه ورځې د پاکستان په سيند صوبه کې د سېلابونو نه اغېزمنو، د تعليم پوهانو او ښځو سره ليدلي دي.

ملاله او ضيا الدين په کراچۍ کې یو سکول ته ورغلي او د سيند صوبې سېلاب ځپلې دادو ضلعې سفر يې کړی د خلکو سره ليدلي دي او د سيند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه سره يې هم ليدلي دي.

"ملاله فنډ د لومړو بېړنيو مرستو نه علاوه په پاکستان کې د سېلاب ځپلو د مرستو تنظمیونو ته د اووه لکه ډالرو چې 154 ملينه پاکستانۍ روپۍ ترې جوړيږي ورکولو ژمنه کړې ده".

ملالې او ضیا الدين يوسفزي په پاکستاني مشرانو غږ کړی چې د سېلابونو نه اغېزمنو ماشومانو سکولونو ته بيرته بحالۍ دپاره اسانتياوې برابرې کړي.

ملاله فنډ غوښتنه کړې په سمدستي ډول دې داسې نړیوال او سيمه ييز ګامونه پورته کړی شي چې زده کوونکي بيرته سکولونو ته لاړ شي. او ضیا الدين يوسفزي ويلي، "په پاکستان کې سکول ته د نه تلونکو ماشومانو شرح په ګرده نړۍ کې په دوېم نمبر ده چرته چې 22 ملينه ماشومان د تعليم په حاصلولو کې د خنډانو سره مخ دي".

هغه ویلي، "که د سېلابونو د تباهۍ په فوري توګه مخه ونه نيول شوه نو د نورو 12 ملينه ماشومانو تعليم د خطرې سره مخ کېدی شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG