لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې دامن ذمه وارۍ مرکز اؤ دصوبې حکومت په یو بل وراچوي، څېړونکي ورته په کوم نظر ګوري؟


څېړونکي وايي په خېبر پخونښوا او په خصوصي توګه په سوات کې د امنيت خرابې وضعې او د وسله ښکاره کيدو سره مرکزي حکومت او صوبایي حکومت په يو بل د امنيت ذمه واري وراچوي اؤ ددې عمل تر ټولو زيات نقصان به خلکو ته رسيږي او د ترهګرۍ د خوريدو سوب به ګرځي۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د زده کړو د څانګې پخواني مشر اعجاز خټګ ډيوه ته وويل دوي ويني چې د صوبایي حکومت چارواکي په صوبه کې د امنيت ذمه واري په وفاقي حکومت وراچوي او وفاقي حکومت ددغه وضعیت ذمه وار صوبایي حکومت ګڼي۔

اعجاز خټک وويل د صوبایي او وفاقي حکومت ددې رويې له وجې به بدامني خوريږي او زيان به يې عام ولس ته رسيږي۔

"چې حکومتونه د ذمه وارئ نه سترګې پټوي نو ترهګري به زياتيږي، دا به صرف سوات پورې بيا محدوده نه پاتې کيږي دا به لاهور، اسلام اباد او نورو ښارونو ته هم رسيږي"

په سوات او د خېبر پښتونخوا نورو برخو کې د تېرو څو مياشتو راهسې وخت په وخت د امن په پلوۍ او د بدامنۍ خلاف مظاهرې کيږي.

په سوات کې د نهې په ورځ په زرګونو خلک راټول شوي وو او د امن په حق او بدامنۍ په ضد يې نعرې وهلې وې۔

په سوات کې د وسله والو د موجودګۍ پ اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي "دا خبره کول چې سوات ته بيرته ترهګر راتلل پېل شوي داسې بالکل نه ده دا افواه ده يا افواه جوړول کيږي، امنيتي ادارې خبرتیا لري او چمتو دي"

خو تر دې وړاندې پوځ ویلي وؤ، د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي چې د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو، د علاقې هر ډول څارنه کېږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي۔

سینیټر مشتاق يوسفزی وايي د سيمې خلک نور بدامنۍ نه تنګ شوي او د امن په راوستو کې صوبایي او وفاقي حکومت دواړه ناکامه شوي دي۔

د پاکستان پخواني وزير اعظم عمران په ستمبر کې يوې جلسې ته وینا کې ويلي وو وفاقي حکومت دې په خېبر پښتونخوا کې د امن ذمه وارۍ سر ته ورسوي،

په دولسم اکتوبر د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي وؤ مرکزي حکومت به د ترهګرۍ په مخنيوي کې د خېبر پښتونخوا د حکومت سره مرسته کوي.

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلیکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل روستي رپورټ کې ويلي چې د تېرې ستمبر په مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې وې.

څيړنيزې ادارې ويلي د ستمبر په مياشت کې په ټول هېواد کې 42 ترهګریز بريدونه شوي چې د تېر اګست د میاشتې په مقابله کې پکې 35 فيصده اضافه شوې ده

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG