لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسوات په حالاتو دعمران خان غلي پاتې کیدل،څېړونکي وایي طالبانو ته مایل اؤ له هغوي په ویره کې دی


د پاکستان پخواني وزير اعظم اؤ خېبر پښتونخوا کې دواکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په سوات کې يو ځل بيا دمخ په زياتېدونکې ناامنۍ په اړه شوې پوښتنې ته ځواب نه دی ويلی،

په پاکستان کې څېړونکي وايي په دغه پوښتنه د عمران خان غلي پاتې کېدل دا څرګندوي چې عمران خان لکه دپخوا په څېر اوس هم د پاکستاني طالبانو لپاره نرمه رويه لري۔

دوی وايي عمران خان او په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف دصوبايي حکومت غړي د سوات په موجوده حالاتو ځکه هم غلي دي ترڅو په راتلونکې کې ورته د وسله والو لخوا ګواښ متوجه نه شي۔

د پاکستان تحريک انصاف ګوند دمشر او د هېواد پخواني وزير اعظم عمران خان لخوا عدالت ته د وړاندې کیدو په مهال په سوات کې د ترهګرۍ بيا پېل کېدو په اړه پوښتنې ته دځواب نه ويلو په هکله د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکتر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي عمران خان په نظرياتي توګه طالبانو ته زیات مایله دی او په ماضي کې هم هغه دطالبان خان په نوم یاد شوی دی

خو هغه وایي چې طالبانو ته دمایل کیدو ترڅنګ عمران خان له طالبانو ویریږي هم.

نوموړي زياته کړه په دې سيمه کې چې کومې چارې پېل شوي دي او هغوی (طالبان) ځانمرګي بريدونه کولی شي، هغوی هدفي وژنې کولی شي " نو زه دا وېم چې د عمران خان په زړه کې هغه ويره ناسته ده د دې خلکو نه او هغه په جهاديانو، طالبانو او يا په القاعده خبرو کولو ته هم تيار نه وي"

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان نه تېره ورځ د اسلام اباد يوعدالت ته د وړاندې کیدو په مهال پوښتنه شوې وه چې د سوات په حالاتو به څه پېغام ورکوی، ځکه چې ټول خاموشه دي او په زياته شمېره کې خلک د بدامنۍ خلاف راوتلي او ترهګري يو ځل بيا سېوا کېږي، خو عمران خان دغې پوښتنې ته ځواب هیڅ ځواب نه ؤ ویلی.

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک صوبايي حکومت او په ځانګړي ډول د سوات سره تعلق لرونکي د صوبې په اعلا وزير محمود خان هم نيوکې کېږي چې په سوات کې د وسله والو په يو ځل بيا راپورته کېدو غلی پاتې دی۔

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په 10مه په سوات کې د سکول د ماشومانو په ګاډي ډزې شوې وې، د پولیسو په وېنا په ډزو کې د ګاډي ډريور وژل شوی او يو ماشوم ژوبل شوی دی۔

د سپتمبر په مياشت کې سوات کې په يوه چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر ادريس خان سره د اتوؤ کسانو وژل شوی ؤ او په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی غړی وژل شوی و۔ د دواړو پېښو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه۔

په پېښور کې مېشت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نواز خان وي او ای ډيوه ته وايي د صوبې وزيراعلا او د پي ټي ايي ګوند نور د اسمبلۍ غړي په سوات کې د وسله والو يو ځل بيا راښکاره کېدو باندې ځکه موقف نه ښکاره کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې ورته د وسله والو لخوا ګواښ متوجې نه شي۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل " د تحريک انصاف ګوند که مشر دی او که صوبايي حکومت دی ،د طالبانو په مسله باندې دوی هغه شان ردعمل نه ښکاره کوي څنګه چې نور ګوندونه يې کوي او د هغې وجه دا ده چې راتلونکې ټول ټاکنې دي او ډېر خلک په سياسي نظر هم دغې ته ګوري که چرې تحريک انصاف يو سخت موقف واخلي نو بيا په راتلونکو انتخاباتو کې لکه څنګه چې پخوا د عوامي نېشنل ګوند کسان به په 2013 کې په نخښه کېدل نو دغه مشکلات به تحریک انصاف ته هم مخې ته راځي"

په تحريک انصاف ګوند او په صوبايي حکومت د روانو نيوکو په اړه مو د ياد ګوند صوبايي وزير شوکت يوسفزي، عاطف خان او د صوبايي حکومت ترجمان برسټر محمد علي سېف سره د خبرو کولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو۔

په دې ورستيو کې صوبايي وزير شوکت يوسفزي وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې بدامني ختمه نه ده خو صوبايي حکومت هم پرې خبر دی او پوليس او پوځ لګيا دي د ترهګرۍ په ضد عمليات کوي او امنيت قابو دی۔

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا په باجوړ، خیبر،وزيرستان، سوات،دیر او د صوبې په نورو برخو کې په زرګونو خلک د وسله والو د بيا راپورته کیدو پرضد راپاڅېدلي او د احتجاجي جلسو او پرلتونو د لاري د امن غوښتنه کوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG