لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:د ډیورنډ کرښې ترڅنګ د یو پولیس عسکر په ګډون د دوؤ تنو مړي موندل شوي


security
security

دافغانستان دپولې ترڅنګ دخېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې دوه نور مړي موندل شوي چې په ګولیو ویشتل شوي دي.

په وژل شوي کسانو کې یو د پولیس عسکر هم شامل دی.

په جنوبي وزیرستان کې په تیره یوه اوونۍ کې دا دریمه هدفي پیښه ده چې پکې څلور کسان وژل شوي.

پولیس ددې پیښې پخلی کوي او وايي دا مړي دجنوبي وزیرستان مرکز واڼه په بیرمل تحصیل کې د اعظم ورسک تاڼې په حدودو کې موندل شوي.

د علاقې خلک وایي دوی په موټر سایکل کور ته روان وو چې نامعلومه کسانو پرې ډزې وکړې.

د اعظم ورسک تاڼې چارواکو وویل دوي ته اطلاع تر لاسه شوې چې د تانې نه اته کلومیټره لرې او افغان پولې سره جوخت په باغ ناري سیمه کې د دوو کسانو مړي غورځول شوي دي.

د هغوی په وینا د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو د صدام دوتاني چې پولیس محکمه کې سپاهي هم دې او د بل د بازو په نوم شوې ده.

د ضلعې د پولیسو دمشر عتیق الله ددفتر چارواکو ډیوه ته وویل ددغو کسانو دوژل کيدو لامل نه دی نامعلوم شوی او پولیس پلټنې پيل کړې دي.


په دې وروستیو کې دخېبرپښتونخوا دنورو سيمو په څیر په قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې هم د ناامنۍ پیښې سیوا شوې دي.

دوه ورځې وړاندې هم د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه بازار کې دیو تجار تر تښتول کیدو وروسته د هغه مړی په داسې حال کې موندل شوی ؤ چې تشدد او ډزې پرې شوې وې.

تیره اوونۍ د واڼه پریس کلب مخې ته یو تن نامعلومو کسانو په ډزو وژلی ؤ، ویل کیږي دا تن د افغانستان دتیر نظام پرمهال ملي اردو کې افسر و.


دنا امنۍ ددې پیښو پرضد پښتون تحفظ موومنټ سبا واڼه بازار کې احتجاج اعلان کړی. دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ویلي د امن د غوښتنې دپاره به ولس راټوليږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG