لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې د زده کونکو د حجاب پرسر د سترې محکمې قاضیان سره وېشل شوي دي


واشنګټن – رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی، چې د هندوستان د سترې محکمې یو پېنل د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی په ښونځیو کې د حجاب پر مسلې باندې سره وېشل شوي دي او دغه مسله یې لوی قاضي (چېف جسټېس) ته استولې ده.

له دې اعلان سره په ښونځیو کې د جونو د حجاب د مسلې پرضد شوی حکم لا پر ځای پاتې کېږي.

د کرناتاکا د پرېکړې پرضد چې د حجاب پر سر د بندیز پرېکړه به فیبرورۍ کې عملي کېږي مسلمانو زده کونکو او د هغوی مورګانو او پلرونو لاریونونه کړي.

د دې په غبرګون کې هندي زده کونکو هم لاریون کړی چې ورسره مذهبي ناندرۍ زیاتې شوي او ځینې مسلمانان سرټکوي چې د هندو نشنلېنسټ ګوند د حکومت لاندې چې مشري یې نریندرا مودي کوي یوې غاړې ته شوي.

په هند کې د حجاب پر مسلې بحثونه په داسې وخت کې راپارېدلي چې په ایران کې د اسلامي شریعت لاندې د ښځو د سخت حجاب پرضد لاریونه روان دي.

خو په هند کې د حجاب د مسلې پرسر لا تر اوسه عدلیه سره وېشل شوې ده.

د سوپریم کورټ قاضي هېمنټ ګوپتا چې د پېنل یو له قاضیانو څخه دی ویلي، چې دی د دغه بندیز پرضد اپیل غواړي خو د هغه همکار سدهنشو ډولیا وايي، د حجاب کول د هر چا د انتخاب مسله ده.

لوی قاضي یا چېف جسټس به اوس په دغې مسلې باندې د غور کولو لپاره یو لوی بېنچ ګماري.

د سپریم کورټ پرېکړې په ټول هېواد کې عملي کېږي.

مسلمانان په هندوستان کې تر ټولو لوی اقلیت دی چې د هند د ۱.۴ بیلینه وګړو ۱۳ فیصده جوړوي. په دغه هېواد کې اکثریت د هندو مذهب پلویان دي.

په دغه بندیز باندې انتقاد کونکي وايي، چې دا د مسلمانې ټولنې د یوې غاړې ته کولو په برخه کې یوه بله هڅه ده او زیاتوي، چې له دې څخه به د مودي د جناتا بهاراتیا پارټي چې د کرناتاکا واګې لري د راتلونکو ټاکنو څخه دمخه د خپل ځان لپاره ګټه واخلي.

په هند کې دولتي ټاکنې د راتلونکې کال په مې میاشت کې ترسره کېږي.

خو د بې جې پي ګوند چې اکثره یې د هندوانو لخوا ملاتړ کېږي وايي، دغه بندیز کومه سیاسي موخه نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG