لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په پښتنو سيمو کې پوليسو د تحريک طالبان پاکستان د ترهګريزو پېښو د "ګواښ خبر" ورکړی


د بلوچستان پوليسو د ګواښ په خبر/يا تهرېټ الرټ اعلاميه کې لیکلي د شمالي بلوچستان په ژوب، قلعه سيف الله، لورالايي او زيارت سيمو کې د ناامنۍ د پېښو کېدو ويره ده.

د پوليسو له لوري يادو ضلعو ته په لېږل شوي نوټيفکېشن کې ليکل شوي "د تحريک طالبان پاکستان/بلوچستان د ژوب ولايت د نايب امير فتح خان عرف صلاح الدين په مشرۍ کې ډله تشکېل شوې او غواړي چې په يادو ضلو کې ترهګريز بريدونه وکړي، د برید هدف نامعلوم ياد کړی شوی دی".

ياد د خبرداري نوټيفېکشن چې وي او اې ډیوه ته ترلاسه شوی پرې د روانې مياشتې اکتوبر لسمه نېټه ليکل شوې ده چې په دغه نېټه جاري کړل شوی دی.

د ژوب ډويژن د پوليسو مشر سليم لهړي وي او اې ډيوه ته د ټیليفون له لارې وويل، ځايي امنيتي ځواکونو او په خاصه پوليسو ته يې امر کړی چې د يادو ضلعو د امنيت چارې دې لا ټینګې کړي.

څيړونکي پر دې خبر اندېښنه څرګندوي، او وايي د اندېښنې وړ خبره ځکه ده چې د تحريک طالبان پاکستان لخوا د بلوچستان په شمالي سيمو کې د اهدافو تر سره کولو د ګواښ خبر په داسې وخت کې ورکول شوی چې د خېبر پښتونخوا په سوات او ځينو نورو سيمو کې هم د تحريک طالبان پاکستان د بيا فعاليدو نخښې ښکاره شوي دي، او د د دې تحريک لخوا د ځينو پېښو زمه وارۍ هم منل شوې دي.

د خبريال او شنونکي غني کاکړ په خبره پښتونخوا او بلوچستان له افغانستان او ایران سرہ پر پوله پرتې سیمې دي ځکه وسلوال په اسانۍ سرہ فعالیت کولی شي.

غني کاکړ زياتوي، که څه هم وخت ناوخته د امنيتي ځواکونو له لوري داسې خبرداری د ښه امنيت د خوندي ساتلو په موخه ورکول کيږي خو وايي احتمال شته چې د بلوچستان هغه سيمې کومې چې پخوانۍ فاټا ته نزدې دي پکې وسلوالو فعاليت زیات کړی وي.

خبريال او څيړونکی جلال نورزی هم په يادو سيمو کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت تاييد کوي او وايې دا نه چې یوازې تحریک طالبان پاکستان بلکې داعش او نورې ډلې هم دلته په یو نه یوہ شکل کې وجود لري، د نورزي په خبرہ د سيمي امنيت د افغانستان د حالاتو سره تړلی دی.

"په افغانستان کې د طالبانو حکومت دومره مستحکمه نه دی چې له پاکستان سره پرته ټوله پوله وڅاري او امنیت خوندي کړي".

په ورستیو کې په خېبر پښتونخوا کې د وسله والو په خاصه توګه د پاکستاني طالبانو د فعالیت د زياتېدو او په بېلا بېلو سيمو کې له ليدل کیدو وروستو، په سوات، دير، بونېر، او نورو سیمو تر څنګ په پېښور کې هم د بدامنۍ پر ضد احتجاجي مظاهرې او جرګې شوي دي، چې ګډونوال پکې د امن غوښتنه کوي او وايي د امن راوستل د رياست ذمه واري ده او پکار ده چې د روانې بدامنۍ مخه ونيول شي.

د پاکستان حکومتي چارواکو وخت ناوخته ويلي چې د تېر کال د اکتوبر له مياشتې له تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات پېل شوي و، بيا په مې او جون مياشتو کې د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن دمشرانو دوې جرګې افغانستان تلې وې او بيا تر نامعلومه وخته پورې د ډزبندۍ اعلان وشو.

د ستمبر تر دويمې نېټې پورې تحريک طالبان پاکستان د کوم بريد ذمه واري نه و منلې خو له هغې وروسته یې د يو شمېر بريدونو ذمه وارۍ منلې دي.

امنیتي ادارو ھم د وسلوالو پر ضد د عملیاتو دعوې کړې دي. د دواړو خواو له دعوو او بریدونو وروسته هم کوم فريق د ډز بندۍ يا مذاکراتو دختمولو خبرہ نه ده کړی.

بل لوري ته بيا پر افغانستان واکمنو طالبانو هم په وار وار ويلي چې یو چا ته اجازہ نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې نه د ګاونډي ملکونو پر ضد وسلوال فعالیت وکوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG