لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان هايکورټ پخوانی چيف جسټس محمد نور مسکانزی په وسله وال بريد کې وژل شوی


د پاکستان د بلوچستان صوبې د پوليس چارواکو په خبره پخوانی جج او د هغه يو بل خپلوان د بلوچسان په خاران ښار کې د دوی کورته په نزدې جماعت کې د لمانځه پر وخت په وسلوالو له لوري په نخښه شوي دي.

پوليسو مطبوعاتو ته ويلي چې محمد نور مسکانزی د درملنې لپاره کوټې ته د وړلو پر وخت له ساه ورکړې ده.

د خاران ځايي خبريال سفر خان د پوليسو له خولې ډيوه ته وويل چې نا څرګنده وسلوالو د جماعت له کهړکۍ ډزې کړې او هغه يې په نخښه کړی دی.

" دا په خاران ښار کې د هغه د کور له څنګه په مسجد کې د لمانځه پر وخت په نخښه شوي دي".

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو، د کورنيوچارو سلاکار مير ضيا لانګو او د بلوچستان د ګورنر ځای ناستي مير جان محمد خان جمالي د پخواني جسټس پر مړينه خفګان ښولی، او ويلي يې دي چې هغه يو ښاغلی وکيل او جج پاتې شوی وو.

د بلوچستان د وزير اعلا قدوس بزنجو ياده پېښه ترهګريز بريد بللی او ویلي يې دي چې د امن دښمنان به خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېږي.

د يادې پېښې زمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته چا نه ده منلې.

د بلوچستان هايکورټ بار ايسوسي ايشن او د وکيلانو نورو تنظيمونو هم د مسکانزي پر مرګ سخت خفګان ښودلی او له حکومت څخه يې په پېښه کې د ککړو ژر تر ژره د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د کوټې بار ايسوسي ايشن له لوري نن د شنبې/هفتې په ورځ د عدالتونو د بايکاټ او د درې ورځې د ماتم اعلان شوی دی.

د خبريال سفرخان په خبره پخوانی چيف جسټس نور مسکانزی په خټه بلوڅ او د خاران ښار اوسېدونکی دی.

محمد نور مسکانزی له 26 دسمبر 2014 څخه تر 31 اګست 2018 م کال پورې د بلوچستان هايکورټ چيف چسټس پاتې شوی وو.

هغه د بلوچستان هايکورټ اتلسم چيف جسټس وو او د 15 م مې 2021 م څخه بيا تر 15 م مې 2022 پورې د پاکستان د فېډرل شريعت کورټ/عدالت د اوولسم چيف جسټس په توګه دنده تر سره کړې وه.

د چيف جسټس د وژنې تر پېښې وړاندې د جمعې په ماځيګر د بلوچستان په مستونګ سيمه کې په يوه بمي چاودنه کې اتهه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه د يادې پېښې زمه واري هم د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم چا نه ده منلې.

خاران د بلوچستان له زياته نا ارامو سيمو څخه بلل کيږي، په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونر پر عسکرو او پر حکومتي چارواکو وخت ناوخته وسلوال بريدونه او بمي بريدونه کېږي چې د زياتره پېښو زمه واري بلوڅ وسلوال تنظيمونه مني.

د بلوچستان د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو د يادو پېښو تر شا د پاکستان د دښمن قوتونو لاس بللی او ويلي چې يو چا ته هم د بلوچستان د امنيت د خرابولو اجازه نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG