لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د وزیراعظم په مشرۍ غونډه کې د ترهګرۍ ضد نظام بيا فعالولو پرېکړه شوې

د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې په مرکزي او صوبايي کچه به د ترهګرۍ د مخنيوي نظام بیرته فعالولی شي، او د اېپکس کمېټۍ جوړولو ويل شوي دي.

د سرکاري ميډيا ترمخه د جمعې په ورځ د وزیراعظم په مشرۍ غونډه کې مرکزي وزيرانو، د پوځ مشرانو او استخباراتي ادارو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی دی.

ويل شوي اړونده چاوراکو غونډې ته په ملک کې د امنيت احوال وړاندې کړی او د سوات په ګډون د ملک په ځينې برخو کې د بدامنۍ د ځينو پېښو جاج اخستل شوی او ويل شوي د ملک د هر وګړي وينه قيمتي ده او د وينې په تويولو کې ککړ هر تن به د قانون منګولو ته راوستلی شي.

دا غونډه په داسې حال کې شوې چې په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې کېدل سېوا شوي او بيا د بدامنۍ پرضد او امن دپاره د احتجاجي مظاهرو لړۍ پېل شوې ده.

روانه مياشت په سوات کې د يو پلار او زوي د وژنې وروسته د سکول په ګاډي برید شوی چې پکې د ګاډي ډرايور وژل شوی او يو زده کوونکی ژوبل شوی وو.

له دغې وړاندې تيره میاشت په سوات کې د ځايي امن کمېټۍ په مشر ادريس خان چاودنه شوې چې پکې د هغه په شمول اته کسان وژل شوي او د دغه پېښې په دوېمه ورځ بيا د امن کمېټۍ يو بل تن په ډزو وژل شوی وو، د دغو دواړو پېښو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

په سوات کې د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي او هغه وخت پوځ او د خېبرپښتونخوا پوليسو د سوات او دير په غرونو کې شتون تاييد کړي او ويل شوي وو وسله واله فعاليتونه به ونه زغمل شي.

دا پېښې په داسې حال کې شوي چې تحريک طالبان پاکستان د روان کال د مې د مياشتې راهسې ډز بندي کړې او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخته پورې ځنډول شوې ده.

خو د تيرې ستمبر د مياشتې راهسې تحریک طالبان پاکستان د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي. د پاکستان حکومت ويلي د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات تېر کال د اکتوبر په میاشت کې پېل شوي وو.

د رېډيو پاکستان ترمخه د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، د تحريک طالبان پاکستان سره د وروستيو خبرو کومه مثبتې نتيجې مخې ته نه دي راغلي.

خواجه اصف ويلي، په خېبرپښتونخوا کې حالات په قابو کې دي، او حکومت هڅه کوي چې ستونزه هواره کړي خو که ضرورت پېښږي د ترهګرۍ د خاتمې دپاره قوت کارول کيږي.

خو تراوسه پورې حکومت او نه تحریک طالبان پاکستان د ډز بندۍ ختمولو په اړوند په رسمي ډول څه ويلي دي.

ويل شوي په پرونۍ غونډه کې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې نېکټا فعالولو پرېکړه شوې چې د سي ټي ډي سره په شريکه به کار کوي.

د دې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې ته د پوره امنيت برابرولو دپاره د ګامونو اخستو هم ويل شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG