لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمېرنې اداره:پاکستان کې دکلیزې ګرانۍ کچه 28.44 ته لوړه شوې ده


د پاکستان د شمېرنې اداره وایې تیره اوونۍ په ورځنۍ ګرانۍ کې 0.57 فیصدي کمی راغلی او د کلیزې ګرانۍ رفتار 28.44 فیصدي ته زیات شوی او امکان لري په پاکستان کې د راتلونکې 16مې نیټی څخه د ډیزلو او خاوردو تیلو بیعو کې د پټرولیم لیوي د زیات والی سره نوره اضافه وشي.

اداره وایي تیره اوونۍ د18ؤ خوراکي توکو بیعې زیاتې شوي، د 17ؤ کمې شوي او د16 خوراکي توکو بیعو کې بدلون نه دی راغلی .

د پاکستان مرکزي بینک روانه میاشت په ملک کې د سود کچه په 15 فیصدي برقراره ساتلي چې د پاکستاني روپۍ په نرخ او په ملک کې مخ په زیاتېدونکي ګرانۍ کنټرول تر لاسه کړي.

د شميرنې اداره وایي تیره اوونۍ د امروزه خوراکي شیانو بیعې 0.57فیصدي کمې شوي او په ملک کې د کلیزې ګرانۍ رفتار 28.44 فیصدي دی .

په مردان ښار کې د پرچون کاروباري غلام شاه وي او ای ډیوه ته وایي اوړه ، غوړي ارزان شوي او دالونه ګران شوي دي.

دهغه په وینا مقامی غوړي ارزان شوي، پنځه کلو ګرامه غوړي وړاندې په 2100 روپۍ وو او اوس په 1700 روپۍ دي.

غلام شاه وایي دالونه او لوبیا ګرانه شوې، دال به وړاندې په 230 روپۍ کلو وو اوس 270 روپو ته رسیدلي، دال ماش وړاندې په 280 روپۍ کلو وؤ اؤ نن سبا په 340 روپۍ خرڅېږي همداشان د 20 کلوګرامو اوړو په توړه کې هم 200 روپۍ کمی راغلی دی.

د سبزۍ کاروباریان وایي دا وخت په مارکیټ کې د سبزۍ بیعې د 100 روپۍ کلو نه کمې نشته، ټماټر په 200 روپۍ کلو، پیاز په 100 روپۍ، کچالان په 100 روپی کلو خرڅیږي ، کریلې په 150 روپۍ کلو او بینډی په 100 روپۍ کلو خرڅیږي.

د اقتصاد پوهان وایي په پاکستان کی د توانایۍ د زیاتو بیعو او دحکومت له خوا دلګول شوې مالیې له وجې هم خوراکي توکي ګران دي.

پوهان وایې په نړیوال مارکیټ کې د ګرانۍ او په ملک کې د راغلو سیلابونو سره هم د خوراکي توکو بیعې زیاتې دي.

د اقتصاد ماهر لحاظ علی وي او ای ډیوه ته وایي د توانایۍ د زیاتو بیعو اثر په مارکیټ پریوځي .

"د تیلو د قیمتونو د زیاتوالي اثرات نیغ په نیغه په مارکیټ پریوتي دي، پروسکال ګراني د 12او 13 فیصدو تر منځه وه نن هغه شرحه 28 فیصدي ته زیاته شوې ده او د توانایۍ دې زیاتو بیعو د ګاډو تګ راتګ متاثره کړی، روزمره ژوند او په ملک کې پیداواري صلاحیت هم اغیزمن شوی دی"

د شميرني اداره وایي په پاکستان کې تیره میاشت ستمبر کی میاشتنۍ ګراني د 27% نه 23 فیصدي ته راکوزه شوې خو بیا هم مرکزي بینک په ملک کې د سود شرح هپه 15 فیصدي برقرار ساتلې ده چې مجموعی ګرانۍ کنټرول وموندل شي او د پاکستاني روپۍ قیمت کم نه شي.

نړیوال بینک روان مالی کال په پاکستان کی د 23 فیصدي ګرانۍ اټکل کړی او مرکزي حکومت روان مالي کال دپاره د ګرانۍ شرح 11.5 فیصدي ټاکلې ده او نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف وایي روان مالي کال په پاکستان کې د توانایۍ د زیاتو بیعو او د روپۍ دنرخ د کمي له وجې میاشتنۍ ګراني به 20 فیصدي وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG