لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي دملي امنیت په اړه دامریکې نوې تګلاره پاکستان،افغانستان اؤ ایران لپاره داندېښنې وړ بولي


په پاکستان کې څېړونکي وايي د امريکا د ملي امنيت په نوې تګلاره کې دا څرګندونه کېدل چې د تېر وخت په پرتله ترهګرۍ په نظرياتي اساس پراخه شوې او زياته خورا شوې ده، د افغانستان، پاکستان او ايران لپاره د اندېښنې خبره ده۔

هغوی وايي که څه هم په دغه سند کې د ځينو هېوادونو نومونه نه دي اخستل شوي خو په دې کې اشاره هغه ټولو هېوادنو ته شوې په کومو چې د ترهګرو سره د مرستو کولو تورونه لګي۔

څېړونکي په دې نظر دي که چرې په سیمه کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره په رياستي کچه ګامونه وا نه خستل شول نو د افغانستان په څېر په نورو هېوادونو کې هم ډرون بريدونه پېل کېدای شي۔

د امريکا د ملي امنيت په نوې تګلاره کې ويل شوي چې اوس مهال د ترهګرۍ خطره د تېرو دوو لسيزو په مقابله کې مختلفه او زياته خوره شوې ده۔

د تګلارې ترمخه القاعده، داعش او دې سره تړلې نورې ډلې د افغانستان او مشرق وسطی نه افريقه او جنوب مشرقي اېشيا ته غځیدلې او شام، يمن او سوماليه دترهګرو داستوګنې ځايونه ګرځيدلي دي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون دصحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر سيد عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي په دغه سند کې دا څرګندونې د هغه هېوادونو لپاره د خطرې خبره ده په کومو چې د ترهګرو سره د مرستې تورونه لګي۔

نوموړي وویل" دا دړکه کومې ډلې لکه القاعده او داعش ته نه ده، امريکا خو وايي چې القاعده ختمه شوه، دا اصل کې ملکونو ته ده او د رياست واکدارانو ته ده، طالبانو ته ده، د پاکستان رياست چلوونکو ته ده او هم دغه شان دا دړکه ايران ته هم ده چې هلته څوک رياست چلوي چې تاسو هغه حکمرانان يئ چې ترهګرو سره مرسته کوئ"

په ياده تګلاره کې دا هم ويل شوي چې امريکا د القاعده، داعش او دې سره تړلو نورو ډلو خلاف دجنګ کولو په صلاحيت باور لري څنګه چې يې په افغانستان کې د القاعدې دمشر ايمن الظواهري په وژنه ثابت کړل۔

د تګلارې ترمخه افغانستان به يو ځل بيا د امريکا او د هغې د اتحاديانو پر وړاندې د ترهګريزو بريدونو په خوندي ځاله بدل نه شي۔

ډاکټر سيدعرفان اشرف زياته کړه په کومو هېوادونو چې د ترهګرو سره د کومک کولو تور لګول کېږي هغوی ته به اوس دغه پاليسي ضرور بدلول وي۔

د هغه وېنا وه چې په دغو هېوادونو کې به د امريکې په فيزيکي توګه موجودګي نه وي خو هغه به په نورو شکلونو کې وي لکه ډرون بريدونه به کېږي۔

ښاغلي اشرف دا هم وويل "داسې اشارې ښکاره کېږي مونږ ته چې امريکا بل ډول منصوبه بندي کوي لکه څنګه چې په افغانستان کې يې د ډرون جنګ يو ځل بيا پېل کړو"

امريکې ته د ورپېښو سټراټیژیکي چيلجونو په هکله څېړونکي وايي چې حاضر وخت روس او چين هغه هېوادونه دي چې د امريکا د اهدافو پرضد داسې ګامونه اخلي چې په دې منطقه کې خپل اثر رسوخ سېوا کړي او د امريکا او متحدينو يې کم نه کم کړي۔

په دې هکله په اسلام اباد کې د اسلامک انټرنېشنل پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر منظور اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي د روس او امريکا او د چين او امريکا ترمنځه دا مقابله به روانه وي او په دې کې نور شدت هم راتللی شي،

هغه وایي روس دې ته تيار نه دی چې ناټو دې د روس سرحدونو ته ورشي او دوی لپاره دې خطره جوړه شي او بل اړخ ته چين هم غواړي چې دې منطقې نه څومره چې زيات د امريکا اثر رسوخ کمېدای شي هغه کم کړي.

ښاغلی اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي روس او چين چې کوم ګامونه اخلي نو هغه د امريکا او د هغه د متحدينو د اهدافو خلاف خو کېدای شي خو په ټوله نړۍ کې د اړي ګړي سوب نه شي ګرځېدلی۔

د امريکا د ملي امنيت په نوې تګلاره کې دا هم ويل شوي چې امريکا به د خپلو باوري اتحاديانو سره په بېلا بېلو اړخونو کې همکاري سېوا کړي چې مقصد يې د ترهګرۍ مخنيوی کول دي۔

په دغه همکارۍ کې په اتحادي هېوادونو کې د قانون عملداري او عدالتي نظام پياوړی کول، د سرحدونو امنیت پیاوړی کول، د ترهګرو سره د مالي ملاتړ کولو مخينوی کول، اقتصادي پرمختيا او د روانو شخړو ختمول شامل دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG