لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف دپاکستان دایټمي وسلو په اړه د امریکایي صدر بیان رد کړی،امریکایي سفیر ته دپاکستان سخت احتجاج


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د امریکا د صدر جو باېډن هغه بیان رد کړی په کوم کې چې هغه د پاکستان د جوهري وسلې د خونديتوب په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

پاکستان دصدر بایډن په دې بیان امریکې ته سخت احتجاج هم کړی اؤ په اسلام باد کې امریکایي سفیر خارجه دفتر ته رابلل شوی اؤ ورته احتجاجي مراسله یا لیک سپارل شوی دی خو دامریکې دسپینې ماڼۍ ویانده وایي چې صدر بایډن هیڅ نوې خبره نه ده کړې.

دامریکې صدر جوبایډن تېره ورځ په ډیموکرټيک کانګریشنل کمپین کمیټۍ کې د وینا په مهال ویلي وؤ‌ چې دهغه په اند پاکستان دنړۍ د خطرناک ترینو هیوادونو څخه یو دی چې ایټمي پروګرام یې هم بې ربطه یا بې قاعدې دی.

دصدر بایډن دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف خپل یو بیان کې ویلي تېرې څو لسیزې دا ثبوت ورکوي چې پاکستان بې کچه ذمه وار جوهري ریاست دی اؤ دجوهري پروګرام دخوندیتوب نظام یې دکوټلي کنټرول اؤ څار لاندې دی.

شهباز شریف ویلي د ایټمي وسلو د توان په اړه پاکستان مدام دمسولیت ډک رول ادا کړی اؤ پاکستان ددې وسلو دنه خوریدنې،په سلامتیا اؤ تحفظ دنړیوالې ایټمي توانایۍ دایجنسۍ په ګډون دټولو معیارونو سرته رسولو لپاره خپلې ژمنې سرته رسولې دي.

وزیراعظم ویلي دي چې نړیوال امن ته اصل خطره دنړیوالو مروجه کدرونو دپامالوونکو ځینو ریاستونو، تندروه قومیت خوښۍ دانساني حقونو څخه دسرغړوونکو څخه دی.

هغه زیاته کړې ده چې دنړۍ امن ته اصل خطره د سرفهرست ایټمي هیوادونو ترمینځه د وسلو د زغل اؤ دهغو هیوادونو څخه ده چرته چې دایټمي سلامتۍ په بابله پرله پسې پیښې سر راپورته کوي.

هغه ویلي د پاکستان اؤ امریکې ترمنځ د دوستۍ اؤ خپلو دهمکارۍ یو اوږد تاریخ دی اؤ په داسې حال کې چې نړۍ دسترو ستونزو اؤ جنجالونو سره مخ ده دپاکستان اؤ امریکې ترمنځ داړیکو دحقیقي صلاحیت پېژندنې لپاره پایداره هڅې بې کچه ضروري دي نو ځکه باید ددې مقصد لپاره دغیر ضروري بیانونو څخه ډډه وکړل شي.

په عین حال کې دامریکایي صدر په بیان داحتجاج ریکارډ کولو لپاره دخالي په ورځ پاکستان کې امریکایي سفیر ښاغلی ډانلډ بلوم خارجه محکمې ته رابلل شوی اؤ د صدر بایډن په دغه بیان اخظار کړل شوی دی.

دپاکستان دخارجه دفتر له لوري دخپرې شوې یوې اعلامیې له مخې دپاکستان دخارجه دفتر سکتر جوهر سلیم امریکایي سفیر ته احتجاجي لیک سپارلی اؤ هغه یې دصدر بایډن په دغه بیان دپاکستان داندېښنې نه خبر کړی دی.

خو بل لوري ته دامریکې دسپینې ماڼۍ ویاندې کیرین ژان پیئر ویلي دي چې امریکایي صدر هیڅ نوې خبره نه ده کړې.

کله چې تېره ورځ دسپینې ماڼۍ له ویاندې څخه یو خبریال دپاکستان په اړه دصدر جوبایډن دڅرګندونو په هکله پوښتنه وکړه نو دهغې جواب ؤ چې صدر داسې هیڅ څه نوې خبره نه ده کړې.

دهغې وینا وه چې صدر خوندي اؤ خوشحاله پاکستان غواړي اؤ خوندي اؤ خوشحاله پاکستان دامریکایي ګټو لپاره مهم دی.

د صدر بایډن لخوا دپاکستان د ایټمي وسلو په اړه ددې تازه بیان نه دوه کاله وړاندې د ډانلډ ترمپ په تېر حکومت کې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم ویلي وؤ چې دپاکستان ایټمي پروګرام امریکا دپاره ستر ګواښ دی.

دصدر بایډن دې بیان ته خپل غبرګون کې دخالي په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زداري کراچۍ کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي وؤ دپاکستان ایټمي اثاثې خوندي اؤ دټولو عالمي قوانینو مطابق دي.

دهغه وینا وه چې صدر بایډن کوم څه دپاکستان دایټمي پروګرام په اړه ویلي دهغې په اړه به د امریکایي سفیر نه سپیناوی غوښتل کیږي خو ددې ترڅنګ بلاول بوټو زرداري واضحه کړې وه چې دامریکایي صدر په دې بیان به دامریکې اؤ پاکستان اړېکې نه خرابیږي.

پاکستان کې د تندروه مذهبي ډلو فعالیتونو ته په کتلو دنړۍ زیاتره هیوادونو اکثره وخت دپاکستان دایټمي وسلو دخوندیتوب په اړه اندېښنې ښودلي خو پاکستان تل دا اندېښنې بې ځایه بللي اؤ وایي ایټمي پروګرام یې په بشپړ ډول خوندي اؤ محفوظو لاسونو کې دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG