لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دلکي مروت خلکو دترهګرۍ پرضد اؤ دامن په پلوۍ لاریون کړی


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې نن د یکشنبې په ورځ د امن دپاره او د ترهګرۍ په ضد د احتجاجي مظاهره شوې اؤ مظاهره چیانو ویلي چې دوی خپله خاوره ناامنۍ ته نه پریږدي او د امن غوښتنه یې کوله.

په لکي مروت کې دا احتجاجي لاریون په داسې حال کې شوی چې په دې وروستیو کې په دغه سیمه کې ګڼ شمیر دناامنۍ پېښې رامنځته شوې دي.

په لکي مروت ښار کې راجوړه شوې دغه احتجاجي مظاهره کې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو،ولسي تحریکونو،مدني ټولنې اؤ ځایي مشرانو سره عام خلک راټول شوي وؤ او غوښتنه يې کوله چې دپښتنو په خاوره دې امن ټینګ کړل شي.

مظاهرې ته خپله وینا کې ګډون والو پوښتنه راولاړه کړې ده چې ولې پنجاب کې ترهګري نه شته او پښتانه خپلو سیمو کې د ناامنۍ د لاسه ځپل کیږي .


احتجاجي کوونکي د ښار بیلا بیلو لارو تیریدو پرمهال د ترهګرۍ ضد نعرې وهلې او د امن شعارونه یې پورته کول.

احتحاج کونکو وویل دا پرامنه احتجاج یې ځکه کړی چې په سيمه کې يو ځل بيا بدامنۍ سر راپورته کړی او په خلکو کې يې ويره ترهه خوره کړې ده.

د احتجاج یو ګډونوال او د لکي بار یو وکیل سردار عارف وي او ای ډيوه ته وویل، دغه امن لاريون او غونډه په ضلعه کې د امن دپاره او بدامنۍ پرضد شوی دی.

هغه ويل د ټولو سياسي ګوندونو او د ټولنې ټولو طبقو په دغه لاريون کې ګډون کړی ځکه چې دا ولسي پاڅون دی د يو ګوند نه دی.

هغه زیاته کړه په ضلعه کې ناامني سیوا شوې او د علاقې په کاروبار یې بدې اغیزې کړي او خلک یې د ویرې سره مخ کړي دي.

د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د اګست د مياشتې راهسې د بدامنۍ ضد او امن دپاره احتجاجي مظاهرې پېل شوي دي.

دا وروسته له هغې چې له وزیرستان نه تر سوات بیا د وسله والو فعالیتونه زیات شوي او په امنیتي ځواکونو د بریدونو تر ځنګ د عامو خلکو هدفي وژنې کیږي اؤ له خلکو قلنګونه غوښتل کیږي .

په 11م اکتوبر د سوات مينګورې په نشاط چوک کې يوه غټه احتجاجي مظاهره شوې وه. او بیا له هغې دوه ورځې وروسته د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان، سوات، چارباغ، شانګله الپورۍ او بونير کې د امن دپاره او ترهګرۍ په ضد احتجاجي مظاهرې شوې وې.

احتجاج کوونکو په لکي مروت او د صوبې نورو سیمو کې په نزدې ورځو کې رامنځته شوؤ دترهګرۍ دپېښو په سختو ټکو کې غندنه وکړه اؤ وئ ویل تر دې وروسته چرته هم چې دپښتنو په خاوره کې دترهګرۍ پېښه رامنځته کیږي هلته به دترهګرۍ پرضد پرلت پیلولی شي.

دې احتجاجي غونډې ته د وینا پرمهال ټولنیز فعال محسن خان مروت وویل دوئ د چا خلاف نه دي خو پوښتنه کوي پنجاب صوبه کې ولې قراره قراري ده او او د دوی خاوره ولې د ناامنۍ سره مخ ده چې تر اوسه یې مخه نه نیول کیږي

احتجاجي مظاهرې ته د عوامي نیشنل ګوند ځایي مشر همایون بیګو خېل وویل دې ننۍ مظاهرې وښودله چې خلک نور پخپله خاوره ترهګرۍ منلو ته تیار نه دي.

هغه وویل کوم "قوتونه یا خلک چې په لکي مروت او د صوبې په نورو سیمو کې امنیت ګډوډل غواړي هغوئ باید خبر وي چې نور مونږ غلي نه پاتې کیږو او څوک رانه نور په خاوره دترهګرۍ کاروبار نه شي کولی"

دا په داسې حال کې ده چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف په صوبايي حکومت نيوکې کيږي چې په صوبه کې او په ځانګړي ډول د وزيراعلا محمود خان په پلارنۍ علاقه سوات کې د وسله والو په راښکاره کېدو او بدامنۍ غلي پاتې دي.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې په مرکزي او صوبايي کچه به د ترهګرۍ د مخنيوي نظام بیرته فعالولی شي، او د اېپکس کمېټۍ جوړولو ويل شوي دي.

د سرکاري ميډيا ترمخه د دغاع مرکزي وزیر خواجه اصف ويلي، په خېبرپښتونخوا کې حالات په قابو کې دي، او حکومت هڅه کوي چې ستونزه هواره کړي خو که ضرورت پېښږي د ترهګرۍ د خاتمې دپاره قوت کارول کيږي.

په اتم اکتوبر د پاکستان دپوځ سر لښکر کاکول پوځي اکیډمې کې د وینا په مهال ویلي وؤ د تر هکري پرضد د پاکستان پوځ چې کوم بریاليتوبونه ترلاسه کړې د دې سیالي د نړې د نورو ملکونو پوځونه نه شي کولی

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG