لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: ضمني انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ عمران خان ګټلي، اېمل ولي: جعلي ووټونه اچول شوي


پاکستان کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [16 اکتوبر] د قومي اسمبلۍ په اته حلقو کې ضمني انتخابات ترسره شوي چې د غېرسرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه په شپږو حلقو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزیراعظم عمران خان کامياب شوی دی.

د عوامي نيشنل ګوند اېمل ولي خان چې د چارسدې نه یې د عمران خان سره مقابله وه، تور يې لګولی د لس زره پورې جعلي ووټونه اچول شوي د ووټونو د تصديق دپاره به الېکشن کمېشن ته ځي او په انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا سرکاري مشينري کارول شوې ده.

د پېښور د حلقې نه هم د عوامي نیشنل ګوند غلام احمد بلور هم نتيجې او ماتې نه ده منلې او تور يې لګولی صوبايي حکومت نتيجې بدل کړي دي.

خو د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان ويلي، د خېبرپښتونخوا ولس پي ډي اېم رد کړو او پاکستان تحریک انصاف کاميابي ترلاسه کړه.

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت دی.

د غېرختمي نتيجو ترمخه د پېښور په اېن اې 31 عمران خان 57818 او غلام احمد بلور 32252 ووټونه اخستي، په اېن اې 24 چارسده عمران خان 78589 او اېمل ولي خان 68356 ووټونه ترلاسه کړي، او په اېن اې 22 مردان عمران خان 76681 او محمد قاسم 68181 ووټونه اخستي دي. د عمران خان په مقابله کې نورو امېدوارانو ته د حکومتي اتحاد پي ډي اېم ملاتړ ترلاسه وو.

عمران خان د پنجاب په فېصل اباد کې د مسلم ليګ ن عابد شېر علي، او په ننکانه کې هم د مسلم ليګ ن شذره منصب، او په کراچۍ کې د اېم کيو اېم نير رضا ته ماتې ورکړې ده.

خو په پرون ضمني انتخاباتو کې د پنجاب د ملتان په حلقه د پاکستان پيپلز ګوند موسی ګيلاني د پاکستان تحريک انصاف ګوند مهربانو ته ماتې ورکړې ده. موسي ګيلاني د پخواني وزیراعظم يوسف رضا ګېلاني زوی دی او مهربانو د پخواني وزيرخارجه شاه محمود قرېشي لور ده.

او د کراچۍ نه د ملير په حلقه هم د پاکستان پيپلز ګوند عبدالحکيم بلوچ د عمران خان نه ګټلې ده.

پرون د پنجاب د صوبايي په درېو حلقو هم ضمني انتخابات شوي چې پکې دوه پاکستان تحریک انصاف او يو مسلم ليګ ن ګټلی دی.

د راپورونو ترمخه خېبرپښتونخوا کې په درېو حلقو ترسره شوو انتخاباتو کې د خلکو د رايو کارولو شرح کمه وه. ځای په ځای د مخالفه ګوندونو د غړو ترمنځ شور شوی خو د بدامنۍ غټې پېښې پکې نه دي شوي. د امنيت دپاره د کلکو ګامونو اخستو ويل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG