لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوکراین: روسانو په کییف باندې د ایراني ډرونونو حمله کړې نو باید په ایران نوې پابندۍ ولګول شي


واشنګټن - د اوکراین خارجه وزیر وایي چې روسان په اوکراین کې د ایران نه اخېستل شوي ډرون استعمالوي او په کار ده چې مغربي ملکونه دې په ایران باندې پابندۍ اضافه کړي.

د ګل/دوشنبې ورځې په سهار چې کله د اوکراین د پایتخت کییف خلک خپلو کارونو ته روان و، نو په ښار کې د ډرون څو څو چاودنې وشوې او هغه سکون یې ګډوډ کړ کوم چې په نسبي توګه په وروستیو ورځو کې پیدا شوی و.

اوکرایني چارواکو ویلي چې په دې حملو کې روسانو د ایران نه اخېستل شوي د "شاهد" په نوم ډرونونه په داسې طریقه استعمال کړي چې په هدف لګېدو سره ډرونونه پخپله هم تباه شوي، لکه خودکش حملې.

اوکرایني ځواکونو دعوه کړې ده چې د اتوار/یکشنبې شپې راهیسي یې د روس ۳۷ ډرونونه تباه کړي دي. د روس دفاع وزارت ویلي چې په پرمختللو وسلو سره یې د اوکراین په پوځي مرکزونو او د انرجۍ په اډانو حملې کړي دي.

د اوکراین خارجه وزیر دمیترو کوبېلا ویلي، هغه د یورپي اتحاد د خارجه چارو کونسل نه د لا زیاتو وسلو د مرستې غوښتنه کړې او د یورپي اتحاد نه یې دا هم مطالبه کړې چې په ایران دې نور بندیزونه ولګوي، ځکه "روس ته یې ډرونونه ورکړي دي."

په کييف کې د امریکا سفارت په عوامو باندې د روسانو د نن ورځې دا حملې، "د بيتابۍ (نښه) او قابل مذمت" ګڼلي دي.

د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي ویلي چې "دښمن زمونږ په ښارونو باندې حملې کولی شي، مګر مونږ به مات نشي کړی."

اوکرایني چارواکو ویلي چې یوه رهایشي ودانۍ کې خلک د خاورو او دېوالونو لاندې شوي خو د نجات عملې اتلس کسان ژغورلي دي.

بل اړخ ته د ايسوشیټد پرس خبري ادارې ترمخه، یورپي اتحاد د ګل/دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۷مه) د یوې منصوبې منظوري ورکړه چې ترمخه به یې د اوکراین زرګونه عسکرو ته په یورپ کې پوځي مشقونه ورکړی شي. یورپي اتحاد دا فیصله هم وکړه چې اوکراین ته د وسلو او ګوله بارودو د اخېستلو په مد کې، پنځه سوه میلینه یورو مرسته وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG