لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ډي اېم: انتخابات به کله کيږي دا فېصله به حکومتي اتحاد کوي


پاکستان کې واکمنه حکومتي اتحاد [پاکستان ډېموکرېټک مومنټ/پي ډي اېم] ويلي، اتحاد د عمران خان دغه غوښتنه په کلکه رد کړې چې په ملک کې دې زر تر زره انتخابات وشي.

عمران خان پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ بيا دغه غوښتنه تکرار کړې چې په ملک کې دې د انتخابات نېټه وټاکل شي کنه په روانه مياشت کې به اسلام اباد ته لاريون اعلان کړي.

خو هم پرون په 17 اکتوبر د حکومتي اتحاد مشرانو ليدلي او بيا په خپره کړې شريکه اعلامیه کې يې ویلي، په ملک کې به انتخابات کله کيږي دا پرېکړه حکومتي اتحادي ګوندونه کوي.

ويل شوي يوې ډلې ته د طاقت په بنياد د فېصلې کولو اجازه نه ورکوو او چې څوک قانون په لاس کې اخلي په ضد به يې قانوني چلند کيږي.

د حکومتي اتحاد په شريکه اعلاميه کې ويل شوي وزیراعظم به د قانون لاندې نوی پوځي مشر ټاکي، او د پوځ او نورو ادارو مشرانو پسې بيانونه ورکول د دوی بدنامول دي او دا سياسي رويه نه ده بلکې سازش دی.

حکومتي واکمنه اتحاد د اپرېل په مياشت کې د عدم اعتماد د تحریک د لارې عمران خان د حکومته لرې کړی وو.

عمران خان د اتوار په ورځ په ملک کې په ضمني انتخاباتو کې د قومي اسمبلۍ شپږ څوکۍ ګټلي، يوه يې په خپله او بله يې د ګوند غړې بايللې ده.

هغه ويلي پرون ويلي، دغه الېکشن نه رېفرنډم وو خلکو پاکستان تحريک انصاف ته ووټ ورکړی قوم نوي انتخابات غواړي او اوسنی حکومت يې رد کړی دی.

عمران خان ویلي، د ملک ضرورت دا وخت سوتره ټاکنې دي څو پورې چې په ملک کې سياسي ثبات نه وي معيشيت نه شي سمېدی.

د پاکستان تحريک انصاف مشر بيا د پوځ د نوي مشر د ټاکنې خبره تکرار کړې ده.

خو وروسته د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب ويلي، د عمران خان مسله د پوځ د نوي مشر ټاکنه ده.

هغې ويلي په ضمني انتخاباتو کې پاکستان تحريک انصاف ګوند نورې څوکۍ بايللي دي او د حکومتي اتحاد څوکۍ سېوا شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG