لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څيړونکي: بايد پاکستان کې د ترهګرۍ ضد ادارې فعاله وساتل شي او کوټلي ګامونه پورته شي


څيړونکي وايي په پاکستان کي د ترهګرۍ ضد نظام (نېکټا) بيا فعالولو پريکړه به عام ولس ته د بد امنۍ دمخنيوي په اړه ډاډ ورکړي خو د سيمي خلک وايي نېکټا وړاندې هم موجود وه، ترهګري کيده او د امنيتي ادارو لخوا خلک هم ځورول کېدل، بايد حکومت د بدامنۍ ضد کلک ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ غونډه کې د جمعې په ورځ پريکړه شوې وه چې په مرکزي او صوبايي کچه به د ترهګرۍ د مخنيوي نظام بيرته فعالولې شي، او د اېپکس کمېټۍ جوړولو ويل شوي وو.

د پاکستان د پوځ پخواني بريګډير سيد نذير وي او اې ډيوه ته ويلي، دا وخت د نېکټا بيا فعالول ډير مهم دي، په خلکو کې د ترهګرۍ په اړه اندېښنې سېوا شوي دي.

نوموړوي وويل په خېبر پښتونخوا کې حالات بيا هغسې نه دې خراب څنګه چې په وړاندې وختونو کې وو، وسله والو فعاليتونه لرل او بمي چاودنې به يې کولې خو اوس په سوات او نورو سيمو کې د وسله والو د بيا واپسۍ خبرې کيږي خو حالات د وړاندې په څېر نه شي خرابېدلې.

هغه زياته کړه د نېکټا بيا فعالولو سره د خلکو په حکومتي اقداماتو اعتماد زيات شي او ډاډمن به شي.

"د نېکټا کار د بېلا بېلو استخباراتي ادارو معلومات يو ځايې ته راټولول، د هغې څيړنه کول او بيا د هغې په رڼا کې تګلاره جوړول دي".

د امنیتي چارو کار پوهه د خېبرپښتونخوا د پوليسو پخوانی لوړ پوړی چارواکی اخترعلي شاه وايي، د قانون لاندې پکار ده چې نېکټا هر وخت فعاله وي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په ملک کې د بدامنۍ د مخنیوي دپاره ضروري ده چې مرکزي او صوبايي حکومتونو ترمنځ خپلمنځني مرستې وي په يو بل زمه وارۍ نه ور اچوي او دا قومي زمه واري وګڼي.

نوموړي زياته کړه، "د پاکستان امنيت د افغان پاليسۍ سره تړلی دی د دې نه چا انکار نه دی کړی، پکار ده چې د ترهګرۍ ضد نيشنل اېکشن پلان باندې پوره عمل پکار دی".

د وزير اعظم په مشرۍ دا غونډه په داسې حال کې شوې چې په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې کېدل سېوا شوي او بيا د بدامنۍ پرضد او امن دپاره د احتجاجي مظاهرو لړۍ پېل شوې ده.

په باجوړ کې د روان کال د اګست په مياشت کې د امن په حق کې شوي احتجاجي پرلت يو مشر ګډون وال مولانا خان زېب وايي، د نېکټا شان ادارې د وړاندې نه فعاله دي خو د بدامنۍ پېښې بيا هم کيږي، دې ادارې سوري لاندې خلک تښتول شوي خو کوټلې امن نه دې په ځای شوی.

"د مستقل امن د پاره پکار ده چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي، په افغانستان کې د سټرېټجکټ ډيفت پاليسي ختمه کړي، هله به په مکمله توګه امن راځي".

روانه مياشت په سوات کې د يو پلار او زوي د وژنې وروسته د سکول په ګاډي برید شوی چې پکې د ګاډي ډرايور وژل شوی او يو زده کوونکی ژوبل شوی وو.

له دغې وړاندې تيره میاشت په سوات کې د ځايي امن کمېټۍ په مشر ادريس خان چاودنه شوې چې پکې د هغه په شمول اته کسان وژل شوي او د دغه پېښې په دوېمه ورځ بيا د امن کمېټۍ يو بل تن په ډزو وژل شوی وو، د دغو دواړو پېښو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

په سوات کې د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي او هغه وخت پوځ او د خېبرپښتونخوا پوليسو د سوات او دير په غرونو کې شتون تاييد کړي او ويل شوي وو وسله واله فعاليتونه به ونه زغمل شي.

په پاکستان کې نېکټا په کال 2009 کې د داخله چارو وزارت د سوري لاندې جوړه کړي شوې وه، بيا په کال 2013 کې ځانله اتهارټي جوړه کړی شوه، د نېکټا په وېب پاڼه ليکل شوي د ادارې مقصد د ترهګرۍ مخنيوي او دغې د پاره تګلارې جوړول دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG