لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي مشرتابه د هیواد د ایټمي پروګرام د خوندیتوب اؤ څار په نظام بشپړه تسلي ښودلې ده


\
\

دامریکې دصدر جوبایډن له لوري دپاکستان دایټمي وسلو په خوندیتوب له اندېښنې ښودل کیدو نه وروسته دپاکستان دپوځ مشرتابه دهیواد دایټمي پروګرام دڅارنې اؤ خوندیتوب په نظام بشپړه تسلي ښودلي ده اؤ وایي پاکستان دایټمي وسلو لرونکی یو ذمه وار هیواد دی.

دپينډۍ ښار په پوځي مرکز یا جي ایچ کیو کې د غونډې په مهال دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ 252م د کورکمانډرانو کانفرنس ترسره شوی دى چې دپوځ دمطبوعاتي څانګې له مخې په دغه غونډه کې کورکمانډرانو دهيواد دموجوده داخلي او خارجي امنيتي وضعيت اود پوځ دمسلکي تياریو بشپړه جاج اخستی دی.

دپوځي مشرانو دکانفرنس وروسته له هغې راجوړ شوی چې په ۱۵ اکتوبر دامریکې صدر جوبایډن په ډیموکرټيک کانګریشنل کمپین کمیټۍ کې د وینا په مهال ویلي وؤ‌ دهغه په اند پاکستان دنړۍ د خطرناک ترینو هیوادونو څخه یو دی چې ایټمي پروګرام یې هم بې ربطه یا بې قاعدې دی.

پاکستان دصدربایډن په دې څرګندونو امریکې ته سخت احتجاج کړی ؤ اؤ اسلام اباد کې امریکایي سفیر دانلډ بلوم خارجه دفتر ته رابلل شوی اؤ احتجاجي مراسله ورته سپارل شوې ده .

دصدر بایډن دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ تېرې څو لسیزې دا ثبوت ورکوي چې پاکستان بې کچه ذمه وار جوهري ریاست دی اؤ دجوهري پروګرام دخوندیتوب نظام یې دکوټلي کنټرول اؤ څار لاندې دی.

خو دامریکې دسپینې ماڼۍ ویاندې کیرین ژان پیئر ویلي وؤ چې امریکایي صدر هیڅ نوې خبره نه ده کړې اؤ صدر بایډن خوندي اؤ خوشحاله پاکستان غواړي ځکه چې خوندي اؤ خوشحاله پاکستان دامریکایي ګټو لپاره مهم دی.

د ایي ایس پي ار دبیان له مخې دکورکمانډرانو کانفرنس کې دهيواد دموجوده داخلي او خارجي امنيتي وضعيت او پوځ دپېشه وارانه تياریو جاج اخستل شوی اؤ هغوي په مسلکي تياريو داطمينان څرګندونه کړې ده،

کورکمانډرانو ويلي پاکستان دخپلې جوهري سلامتۍ دنظام مضبوطولو لپاره ټول ضروري اقدامات کړي دي او ويلي يې دي" زمونږ نظام دبين المللي غوره اقداماتو برابر دى"

دپوځ سرلښکر هیواد کې د راغلي سيلاب په مهال دفارميشنز دپېشه وارانه تيارۍ او پرله پسې هڅو ستاينه هم کړې ده.

دبیان له مخې دې غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دټولو خطرو په ضد دوطن ددفاع لپاره دپاکستاني پوځ عزم تکرار کړيدى

کورکمانډرانو دپاکستان دمضبوط جوهري کمانډ اينډ کنټرول دځاندرې او دملک دسټريټجک اثاثو په اړه په امنيتي انتظاماتو دمکمل اعتماد څرګندونه کړې او ويلي يې دي چې پاکستان دجوهري وسلو لرونکى يو ذمه وار ملک دى.

د صدر بایډن لخوا دپاکستان د ایټمي وسلو په اړه ددې وروستي بیان نه دوه کاله وړاندې د ډانلډ ترمپ په تېره انتظامیه کې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم ویلي وؤ چې دپاکستان ایټمي پروګرام امریکا دپاره ستر ګواښ دی.

پاکستان کې د تندروه مذهبي ډلو فعالیتونو ته په کتلو دنړۍ زیاتره هیوادونو اکثره وخت دپاکستان دایټمي وسلو دخوندیتوب په اړه اندېښنې ښودلي خو پاکستان تل دا اندېښنې بې ځایه بللي اؤ وایي ایټمي پروګرام یې په بشپړ ډول خوندي اؤ محفوظو لاسونو کې دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG