لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ضد اقدامات د پاکستان په ګټه دي


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان يو د هغو هېوادونو څخه دی چې ترهګرۍ ورته په غټه کچه تاوان اړولی دی، د ترهګرۍ ضد اقدامات يې په خپله ګټه دي.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت مرستيال وياند وېډنټ پټېل نه په خبري غونډه کې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د بيا راښکاره کېدو په اړه د امريکايي اندېښنې پوښتنه شوې،

او پټېل يې په ځواب کې ويلي، د سيمې د امنيت او ثبات دپاره د تحريک طالبان پاکستان په څېر خطرو مقابله کول د پاکستان په خپله ګټه دي.

هغه ويلي، امریکا د ترهګرۍضد مبارزه کې د پاکستان سره کلکه همکاري غواړي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا د پاکستان نه تمه ساتي چې د ټولو وسله والو تندلارو او ترهګرو ډلو پرضد به عملیات دوامداره ساتي.

د پټېل په خبره، مونږ به د ټولو سيمه ييزه او نړیوالو ترهګرو ډلو د ختمولو دپاره مرستو ته په تمه يو.

د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت د وياند څخه د تحريک طالبان پاکستان په اړوند دغه پوښتنه په داسې حال کې شوې چې د ستمبر د میاشتې راهسې ټي ټي پي په پاکستان کې د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي.

ټي ټي ټي د روان کال د مې د مياشتې راهسې ډز بندي کړې او بيا يې ويلي وو د پاکستان د حکومت سره د خبرو په مهال ډز بندي تر بله اعلانه غځوي، د ډز بندۍ په مهال د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ مذاکرات روان وو، خو تراوسه يې کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

ځینې پاکستاني چارواکي اوس هم وايي مذاکرات روان دي او د ډز بندۍ ختمېدو په اړه په رسمي ډول يو فريق هم څه نه دي ویلي، خو څيړونکي وايي ښايي ډز بندي نوره نه وي پاتې.

په وروستيو کې په ځانګړي ډول سوات او خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د بدامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه لاريونونه هم شوي چې دغه لړۍ لا روانه ده.

پټېل ويلي، د صدر جوبايډن د پاکستان د ايټمي اثاثو په اړه هغه تيره ورځ تبصره نه وه کړې بلکې په دغه اړوند سپينه ماڼۍ ځواب ورکولی شي.

او دغه پوښتنې ته چې په پاکستان کې د امریکا سفير د بهرنيو چارو وزارت بللی، په واشنګټن کې هم د پاکستان سفير د بهرنيو چارو دفتر بللی، پټېل ويلي په دغه اړوند کوم ډېر تفصيل نه لري خو د امریکا چاوراکي پرله پسې د پاکستاني چارواکو سره په تماس کې وي.

په وروستيو کې د امریکې صدر جوبایډن د ډیموکرټيک کانګریشنل کمپین کمیټۍ کې د وینا په مهال ویلي وو‌ چې د هغه په اند پاکستان د نړۍ د خطرناک ترینو هیوادونو څخه یو دی ځکه چې ایټمي پروګرام یې هم بې ربطه یا بې قاعدې دی.

د صدر بایډن څرګندونو ته په غبرګون کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په یو بیان کې ویلي وو د تېرو څو لسیزې دا ثبوت ورکوي چې پاکستان بې کچه ذمه وار جوهري ریاست دی او د جوهري پروګرام د خوندیتوب نظام یې دکوټلي کنټرول او څار لاندې دی.

د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال وياند نه د نهې/سه شنبې په ورځ هم دغه پوښتنه شوې چې "امریکا پاکستان خطرناک هېواد ګڼي"، او هغه ويلي وو، "په خصوصي توګه په دغې اړه مې د نظره څه نه دي تېر شوي، خو امریکا د پاکستان په ژمنه او توان باوري ده چې خپلې ايټمي وسلې به خوندي وساتي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG