لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: بېرسټر سېف چې طالبانو ته خواست کړی، غېرزمه واره، کمزوری او د اندېښنې وړ بيان دی


څيړونکی او سياستوال وايي، د بېرسټر سېف طالبانو ته خواست کول د نااهلۍ، کمزورۍ او غېر زمه وارۍ څرګندونه کوي چې په دومره مهمه څوکۍ ناست تن داسې بې توکه او د اندېښنې وړ بيان ورکوي.

د خېبرپښتونخوا د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي حکومت وياند بېرسټر سېف پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [19 اکتوبر] په سوات پرېس کلب کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، "د طالبانو مشرانو ته په خپل حيثيت کې خواست کوي چې هغه خلک چې ستاسو د حکم پابند دي، په سوات کې او ملک په کومه برخه کې هم دي او مسلح دي او په خلکو کې ترې ويره خوره شوې ده هغه واپس وغواړي، د امن موقع دې ورکړی شي".

څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي "دا د نااهلۍ څرګندونه ده چې بېرسټر سېف د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ترجمان دی دوه ځله یې د تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان د حکومت د طرفه خبرې کړي دي اوس چې خبره خرابه شوه او بدامنۍ شورو شوه نو د خېبرپښتونخوا حکومت وايي بېرسټر سېف د دوی نماينده نه وو، خو نوموړي به ټول وسايل د خېبرپښتونخوا کارول".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دا لومړی ځل دی چې د پاکستان دومره مهم کس طالبانو ته خواست کوي، نو دا ډېره غټه خبره ده چې يو تن د طالبانو سره په خبرو کې شامل دی او بيا طالبانو ته درخواستونه کوي، طالبانو لا په دغه بيا غبرګون نه دی ښودلی خو طالبان وايي چې هغه يو ځای ته لاړ شي هغه بيا بيرته نه ځي".

نوموړی وايي، دلته د ټولو نه زیاته د حېرانتيا خبره دا ده چې صوبايي او مرکزي حکومت ټول وايي چې په سوات کې امن غواړي او طالبانو ته ځای نه دی پکار دی نو دا دومره ادارې پوليس او نورې امنیتي ادارې چې موجودې دي نو بيا د دوی خلاف کارروايي به څوک کوي چې حکومتونه د کونډو په څېر سوالونه کوي، خلکو ته به امن څوک ورکوي؟".

او څيړونکی خبريال حقنواز خان وايي، "په سوات کې خلک راوتلی د امن غوښتنه کوي، نو په داسې حالاتو کې د بېرسټر سېف بيان کمزوري ښايي، حکومت له پکار ده چې د خلکو ملاتړ وکړي او د بدامنۍ په وړاندې تګلاره راوړي او که صوبايي حکومت ګڼي نو د نورو سياسي ګوندونو او مرکزي حکومت سره دې خبره وکړي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، "دا يواځې د سوات خبره نه ده دا مسله به ټولې پښتونخوا ته غځيږي او ټول پاکستان ته به رسي، بله پوښتنه دا ولاړيږي چې دغه خلک [ټي ټي پي] راوستی چا وو؟ نو د صوبايي حکومت وياند بيان ډېر کمزوری بيان دی".

بېرسټر سېف په خپلو خبرو کې د طالبانو مشرانو ته خواست کړی چې ستاسو خلک راغلي دي کېدی شي په غلط فمهۍ کې راغلي وي هر څه وجه چې وي بيرته يې وغواړئ.

په سوات کې د بدامنۍ ضد او امن دپاره احتجاجونو کې بيا بيا دا غوښتنه کيږي چې وسله وال سوات ته او نورې خېبرپښتونخوا څنګه او په کومه لار راغلي او چا راوستي دي؟،

څيړونکی خبريال عقيل يوسفزی وايي، "د تيرو څو میاشتو نه په سوات او خېبرپښتونخوا کې د بدامنۍ مسله جوړه شوې ده، نو د بېرسټر سېف د خواست لفظ ته په سياسي، ولسي او صحافتي حلقو کې سخت غبرګون مخې ته راغلی دی او د اندېښنې څرګندونه پرې کيږي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ووويل، "یو خو دا بیان دا خبره څرګندوي چې په دغه موضوع صوبايي او مرکزي حکومت په يو مخ نه دي او د تحریک انصاف صوبايي حکومت هم يوه خله نه ښکاري ځکه چې د وزیراعلا محمود خان يو ورور چې د تحصيل ناظم دی بله خبره یې کړې ده بل ورور يې چې يوه سرکاري عهده نه لري د پوليس او سرکاري افسرانو غونډه يې رابللې ده. نو د سوات په معامله او ټول امنيت باندې د تحریک انصاف او پوځ ترمنځ شخړه چې سياسي او انتظامي ده په شا يې هغه ښکاري".

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان وايي، "دوی د يو نيم، دوه کالو نه دغه خبره کوي چې د تحریک انصاف حکومت ټي ټي پي ته قلنګ ورکوي او دوی يې ترديد نه کوي، په سوات کې چې کوم حالات دي نو د دې زمه وار عمران خان دی ځکه چې دوی په افغانستان کې د طالبانو په راتګ د خوشالۍ څرګندونې کولې نو اوس څنګه دا خلک راغله".

هغه وويل، "اول دې صوبه اقدام ورکړي بيا به د مرکزي حکومت نه غوښتنه کوي نو صوبه خو منت کوي، دا تپوس دې ترې وشي چې مذاکرات ورسره کېدل نو هغه وخت ورسره کومه معاهده شوې ده ځکه دوی د دې هر څه زمه وار صوبايي حکومت، وزيراعلا محمود خان او عمران خان ګڼي".

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ چې د اوږدې مودې راهسې مذاکرات روان دي بېرسټر سېف په دغو مذاکراتو کې ګډون کوي، بل لور ته ډز بندي هم روانه ده، سياستوال دا تور هم لګوي چې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال د يوې معاهدې لاندې راوستل شوي، خو سېف ويلي "د ټي ټي پي سره هيڅ پټه معاهده نه ده شوې او نه ورته د ټوپک سره د راتګ ويل شوي او نه ورته د کومې علاقې ورکولو کومه خبره شوې ده".

خو زیاته کړې يې ده، "دا خبره ضرور شوې ده چې د امن دپاره دې يوه لاره ولټول شي".

بېرسټر سېف څو ورځې وړاندې ويلي وو، طالبان سوات ته جګړې لپاره نه وو ورغلي بلکې د سوات په غرونو کې چې کومه پېښه رامنځته شوې وه نو هلته (دطالبانو) یو کمانډر د خپلې خور پوښتنې له ورغل وو.

بېرسټر سېف د پخواني پوځي امر جنرل پرويز مشرف په کابينه کې پاتې شوی او په کال 2020م کې چې کله د ايم کيو ايم سېنېټر و د پاکستان په سېنېټ کې یې په نورو سېنېټرانو غږ کړی وو چې په افغانستان او کشميرکې جهاد وکړي نو د پاکستان پوځ به يې ملګری وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG