واشنګټن- هيومن رايټس واچ ته درېو افغانو ښځو د خپل بند حال ويلی چې طالبانو د نيولو وروستو څنګه ځورولي او څومره ډېر بد سلوک يې ورسره کړی.
ياده اداره په خپل خور کړل شوي تفصيل کې وايي دې ښځو ورته ويلي طالبانو دوی په ناجايزه توګه نيولي او سره د کورنو او وړو بچيانو يې په بند کې ساتلې وې.
د دوی د عوو تر مخه په بند کې ورته د طالبانو لخوا دړکې ورکړل کېدلې، وهل ټکول ورسره کېدل په خطرناکو شرايطو کې وساتل شوې، هغې څه ته يې لاس رسی نه کېدو چې حق يې و او د نورو زورونو سره سره يې د ازادېدو په وخت ډېره بدسلوکي وګالله.
دوی دعوه کړې طالبانو به يې د کورنيو نارينه بنديان وهل ټکول او هغوی ته به يې د بجلۍ کرنټونه ورکول. په تفصيل کې ويل شوي دا بنديان د کومو کومو تجربو نه تېر شول او طالبان د حقونو د پاره د مظاهره کونکو ښځو سره په بند کې څه رقم چلن کوي چې څنګه وکړی شي دا غږونه غلي کړي.
د هيومن رايټس واچ د ښځو د حقونو د څانګې مشره حيدر بار ويلي “د افغانو ښځو د زړوتوب قيصه اسانه نه ده چې بيان کړل شي چې څنګه هغوی د طالبانو د زور ظلم خلاف ودرېدلې”.
اغلې بار وايي “د دې ښځو داستانونه ګويا دي چې طالبان څومره د دوی د هلو ځلو نه ځان ته خطر ويني او په زور زياتي کولو کې تر کومه حده تللی شي چې دا غږ غلی کړي”.