لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: الېکشن کمېشن د عمران خان ضد توشه خانې د مقدمې فېصله نن اوروي


د پاکستان الېکشن کمېشن ویلي، د عمران خان پرضد چې د توشه خانې په اړوند کومه مقدمه جوړه شوې نن د جمعې په ورځ ماسپښين پکې فېصله اوروي.

د سرکاري ميډيا رېډيو پاکستان ترمخه الېکشن کمېشن په دغه اړه اړونده فريقېن خبر کړي دي.

الېکشن کمېشن په دغه مقدمه يا رېفرنس کې فېصله په 19 ستمبر محفوظه کړې وه.

د عمران خان ضد دا مقدمه د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس حکومتي اتحاد جمع کړی وو.

په عمران خان تور لګول شوی د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخستي يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه دي جمع کړي.

پاکستان کې په مطبوعاتو د ننۍ اورول کېدونکې فېصلې په اړه تاوده بحثونه روان دي او ځینې وايي عمران خان په دې مقدمه کې د نااهلۍ سره هم مخ کېدی شي.

د روان کال اپرېل په مياشت کې د عمران خان د وزيراعظم د څوکۍ څخه لرې کېدو وروسته نوي وزیراعظم شهباز شريف تور لګولی وو چې د بهر نه ورته ترلاسه شوې ډالۍ یې په دوبۍ کې په 14 کروړه روپو پلورلې دي. خو تحریک انصاف ګوند بیا د وزیراعظم دا تورونه بې اساسه بللي وو.

او د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب دعوه کړې وه چې د توشه خانې څخه د 14کروړو د مالیت څيزونه چې پکې کالي پتري او قیمتي ساعتونه [ګړهۍ] شامل دي، په درې کړوړه اخیستل شوي او بیا په 18 کروړه روپۍ بهر خرڅ کړی شوي دي.

پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه چې یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو چې دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.

توشه خانه د کابینې ډویژن هغه ځانګه ده چې پکې د بهرنېو هیوادونو څخه تر لاسه شوې ډالۍ ایښودل کیږي.

په دوېم اګست د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف [پي ټي ايي] ګوند د ممنوعه فنډونو په اړه فېصله اورولې او ویلي يې وو چې تحریک انصاف ګوند ممنوعه فنډونه ترلاسه کړي، او ګوند ته يې شوکاز نوټس ورکړی وو.

په فېصله کې ويل شوي وو چې پي ټي ايي د 34 بهر ملکيانو نه فنډونه ترلاسه کړي دي، اته اکاونټونه يې ښکاره کړي او 13 اکاونټونه يې پټ کړي دي، او په فېصله کې د ځینو ملکونو او کمپنيانو نومونه هم ښودل شوي چې پېسې ترې ترلاسه کړی شوي دي.

الېکشن کمېشن په خپله فېصله کې ويلي وو، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دروغجن سرټيفيکېټ يا اسناد جمع کړي دي.

د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان او د هغه د ګوند د نورو مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې الېکشن کمېشن ته یې په مبینه توګه جعلي حلف نامه جمع کړې وه.

درې ورځې وړاندې په ياده مقدمه کې د اسلام اباد د مرکزي سيشن جج عدالت عمران خان ته ورکړی ضمانت تر 31 اکتوبر پورې غځولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG