لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بدامنۍ د پېښو مياشتې وروسته وزیراعلا محمود خان خپلې پلارنۍ سيمې سوات ته تللی


محمود خان

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان چې د سوات سره یې تعلق دی په سيمه کې د بدامنۍ د پېښو او په هغه د سختو نيوکو وروسته نن د جمعې په ورځ خپلې پلارنۍ علاقې ته تللی دی.

محمود خان په داسې حال کې سوات ته تللی چې پرون د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر [ايي جي پي] معظم جاه د سوات سفر کړی او ویلي يې وو، د سوات غرونه د ترهګرو څخه پاک کړی شوي دي او د پولیسو پوستې جوړې کړی شوي دي. نوموړي په سوات کې د بدامنۍ په وروستيو پېښو مطبوعاتو سره خبرې کړې وې.

په سوات کې د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې، د ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ په خپله منلې وه چې د اګست په مياشت کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات کې مظاهرې پېل شوې وې.

مخالفو ګوندونو او په ټولنيزو رسنيو په محمود خان سختې نيوکې شوې چې په خپله پلارنۍ علاقه کې د بدامنۍ په پېښو غلی دی.

او د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان تور لګولی وو چې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا [محمود خان]، مخکني سپيکر اسد قېصر او درې وزیرانو طالبانو ته بهتې يا قلنګ ورکړی دی.

خو محمود خان نن د سوات په ګبين جبه کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل، "په امن او حکومتي عملدارۍ به هیڅ جوړ جاړی ونه کړي".

هغه وويل "نه یې قلنګ ورکړی او نه ترې چا غوښتنه کړې ده د هغه پرضد تورونه لګول شوي دي".

د محمود خان په خبره، "زما په سوات کې موجودګي د دې خبرې عکاسي کوي چې په سوات کې امن دی".

محمود خان زیاته کړې د ټول پاکستان سېلګرو ته سوات ته د ورتګ بلنه ورکوي او ويلي يې دي پي ډي اېم والا د صوبايي حکومت پرضد مظاهرې کوي.

په سوات کې د بدامنۍ پرضد په غټه کچه د مظاهرو لړۍ پېل شوې او نن د وزیراعلا د سوات د تګ په مهال هم په مدين کې احتجاج اعلان شوی دی.

د سوات نه علاوه د صوبې په نورو برخو کې هم د بدامنۍ ضد او امن دپاره د احتجاجونو لړۍ دوام لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG