لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده: د وسله والو برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی


دچارسدې پولیسو ددې پېښې پخلی کړی اؤ وایي دا پېښه دترنګزئ په مفتي اباد سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې ده چې کله دبلال جان په نوم یو پولیس عسکر دځانګړې ډیوټۍ په لړ کې چارسدې ته روان ؤ اؤ په لاره کې پرې وسله والو ډزې وکړې.

دچارسدې دپولیسو د ویاند لخوا په بیان کې ویل شوي چې پېښه کې پولیس عسکر بلال جان وژل شوی اؤ وسله وال له برید وروسته تښتېدلي دي.

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې خیبر پښتونخوا کې په پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري وسله والو ډلو ټي ټي پي اؤ داعش خراسان پغاړه اخستې ده.

د وژل شوي پولیس عسکر بلال جان په هکله معلومه شوې ده چې هغه داتمانزئ سیمې استوګن ؤ اؤ په منډه هیډ ورکس کې یې ډيوټي ترسره کوله .

دچارسدې دپولیسو مشر یا ډي پي او سهیل خالد پخپل یو بیان کې په دې پېښه دخفګان څرګندونه کړې اؤ وایي پېښه کې ککړ کسان به زر ګرفتار اؤ دسختې سزا سره مخ شي.

په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا کې په پولیسو دبریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده اؤ دوه ورځې وړاندې هم ډیره اسماعیل خان کې د نامعلومه وسله والو په بريد کې يو پوليس عسکر محمد اسلم هغه مهال وژل شوی ؤ چې هغه له کوره ډیوټۍ ته روان و.

تحریک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري منلې وه.

تر دې وړاندې د ستمبر په دویمه د ډیره اسماعیل خان درابن سیمه کې یو پولیس اهلکار وژل شوی و او د دغه پېښې ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

دا د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د ټي ټي پي د اعلان شوې ډز بندۍ وروسته لومړۍ ذمه واري وه.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د شمېرو ترمخه د روان کال جولایۍ د میاشتې پورې په صوبه کې د هدفي وژنو په پېښو کې 55 پولیس افسران او عسکر وژل شوي دي.

د پولیسو نه ترلاسه شوو شمېرو ترمخه په وژل شوو پوليس افسرانو کې دوه انسپکټران، دوه اسسټننټ سب انسپکټران ،پینځه ای ایس ایي افسران، درې حوالداران او 43 سپاهیان شامل دي.

د پولیس ریکارډ ښایي چې دې پېښو کې تر ټولو زیات 11 پولیس افسران او سپاهیان په ډیره اسماعیل خان کې وژل شوي او بیا ورپسې پېښور کې د یو انسپکټر او ایس اېچ او په ګډون 6افسران او سپاهیان وژل شوي دي.

د شمېرو له مخې د هدفي وژنو په پېښو کې په بنو کې پینځه، شمالي وزیرستان کې څلور،جنوبي وزیرستان دوه، نوښار او لکي مروت کې څلور، څلور،کرک کې دوه، هنګو کې دوه،کوهاټ کې یو، ټانک کې څلور، خېبر کې درې، صوابۍ کې دوه، باجوړ کې یو، چارسده کې دوه او په هری پور او مردان کې هم یو، یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د څېړنې ادارې پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز PIPS په خپل یو رپورټ کې ويلي، د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي دي. او په دې موده کې د تير کال په مقابله کې د وژنو شرحه هم 47 فيصده زياته شوې ده.

رپورټ کې ويل شوي د تېر اګست راهسې د روان کال اګست پورې يو کال موده کې تر ټولو زيات بريدونه په خېبرپښتونخوا کې شوي او په 156 بريدونو کې 286 کسان وژل شوي دي، په بلوچستان صوبه کې په 79 بريدونو کې 127 کسان وژل شوي او په دې موده کې په اسلام اباد او پنجاب صوبه کې په شپږو بريدونو کې 12 او په سيند کې په نهه بريدونو کې اته کسان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG